خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۰:۱
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه 

خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي غونډه جوړه او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
د غونډې په پیل کې د تيرې غونډې په ځينو مهمو موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې.
دغه راز په دې غونډه کې د یوشمېر عارضینو پر دوسیو د خبرو اترو ترڅنګ له یوشمېر کسانو سره د دوی د اړوندو موضوعاتو په هکله خبرې وشوې.
همداراز د تخنیکي پلاوی مشرانو ترمنځ د راتلونکي غونډې په هکله د یو شمېر اړینو موضوعاتو او  سیمو ته د سفر په ارتباط ازادې خبرې اترې وشوې، چې په اړه به یې لازمې پرېکړې ووشي.
په همدې حال کې تخنیکي پلاوي د یو شمېر هغو دوسیو د اسنادو او راپورونو ترتیب باندې اجراات ترسره کړل، چې د مرکز ابتدایه محکمو او د ولسوالیو ابتدایه محاکمو څخه د غصب مخنیوی او تخنیکي پلاوی ته د څیړنې په موخه را رسیدلي دي چې په اړه به یې لازم تصامیم ونیول شي.
باید وویل شي، چې د خوست ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

ننګرهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري او ننګرهار والي له لوري له کډوالۍ  راستنو شويو هېوادوالو سره د مرستو د وېش بهیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۵
Background image

د میدان وردګو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې ارزونیز سفر ترسره شو

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت په جلریز، نرخ، سیداباد او چک ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې مسؤلو کسانو ارزونیز او معلوماتي سفر ترسره کړ.
یاد پلاوي د کرنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

بازگشت