خوست کې د واټر شیډ پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۰:۱۰
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د «ان،اې،سي» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز اړوند شیخ زاید پوهنتون ته څېرمه د واټرشيډ پروژې چارې پیل شوې، چې لسګونو کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د «ان،اې،سي» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز اړوند شیخ زاید پوهنتون ته څېرمه د واټرشيډ پروژې چارې پیل شوې، چې لسګونو کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.
ددې پروژې په پرانیست غونډه کې د خوست دکرنې ریاست چارواکي وویل، چې یاده پروژه د خوست دکرنې ریاست تر څارنې لاندې د «ان،اې،سي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ پلي کېږي، چې ۱۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې او د ۴۰ ورځو په ترڅ کې به یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
ددې پروژې په ترڅ کې ۶۶۰۰ ټرینچونه یا وړې کندې کېندل کېږي، چې ټولیزه بودیجه یې ۲۰ زره او ۳۵۰ امریکایي ډالرو ته رسېږي.
ددې پروژې د پلي کولو موخه د باراني اوبو مدیریت او په ټوله کې خلکو ته کاري فرصتونه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت