خوست کې د موسمې کرکېلي په پار هلې ځلې

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱/۲۳ - ۱۱:۱
خوست کې د موسمې کرکېلي په پار هلې ځلې


۲۳ وری ۱۳۹۹
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د موسمې سبو او کرنیزو توکو د کرکېلي په پار هلې ځلې پیل شوي دي، تر څو په دې سختو حالاتو کې د هېوادوالو د سبو او خوراکي توکو اړتیاوې برابرې شي.
په همدې موخه د خوست والي محمدحلیم فدایي، ولسوالانو، د کرنې رییس او نورو چارواکو په شتون کې غونډه جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د خوست والي وویل، چې په مرکز او ولسوالیو کې دې د غذایي تولیداتو لپاره منظمه برنامه جوړه او ددې لپاره دې دودیز او ولسي بنسټونه همغږي شي ترڅو د کرونا ویروس په جریان کې د خوراکي موادو له نه شتون سره مخ نشو.
د خوست والي محمد حلیم فدايي وویل: «کرونا هم فرصت دی او هم تهدید، فرصت په دې مانا چې ولسونه، دولتي او غیر دولتي بنسټونه همغږي کړو او و کولای شو، چې له دې تهدید څخه ځان وژغورو.»
د خوست والي د یاد ولایت ولسوالانو ته لارښونه وکړه، چې په ولسوالیو کې هغه ځمکې، چې د کرکېلي لپاره مناسبې دي، ځانګړې شي، ترڅو موږ یې اړمنو خلکو ته په واک کې ورکړو او دوی پرې غلې دانې او سابه وکري، ترڅو خلکو ته کرنیز توکي برابرې شي.
د خوست والي وویل، چې په دې کې د ولسولانو ونډه دا دی، چې ددې چارې لپاره څنګه ولسي تړونونه، اشرونه او کلیوالي پګړې د حفظ الصحې په درلودو سره همغږي کړي او ټول کلیوال او ولسي بنسټونه وهڅوي، چې له شته کلیوالو امکاناتو څخه سمه ګټه پورته کړي او ولس دې ته پرېنږدي، چې په سختو حالاتو کې د غذايي توکو له بحراني حالت سره مخامخ شي.
په ورته وخت کې د خوست د کرنې رییس انجنیر حفیظ الله شاه نوری وویل، چې په مرکز او ولسوالیو کې باید خلک په کرنه بوخت کړو او ډاډ یې ورکړ چې د کرنې په برخه کې به له سیمه ییزو سرچینو څخه ګټه پورته کړي او د دودیزې  کرکیلې امکاناتو څخه به د عصري کرکیلې په توګه کار واخېستل شي اوسیمه ییزو توکو څخه په استفادې دې د شنو خونو جوړولو امکاناتو په هکله به لازمی لارې چارې ولټوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت