جوزجان ولایت ته د غصب د مخنیوي کمیسیون د مشرتابه سفر

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۵:۲۶
جوزجان ولایت ته د غصب د مخنیوي کمیسیون د مشرتابه سفر

۲ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق 
د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمیسیون رییس او غړو یې جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت والي او د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو پلاوي سره وکتل.
د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو د کمېسیون دغه پلاوی د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر شیخ مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او د غصب مخنیوی کمېسیون د یوشمېر نورو غړو او چاروکو په شتون کې جوزجان ولایت ته سفر کړی دی او د جوزجان ولایت د امارتي ملکیتونو د غصب د مخنیوي د تخنیکي کمیټې له غړو سره یې وکتل.
په دې کتنه کې د عدلیې وزیر او د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی اواسترداد  کمیسیون رییس شیخ عبدالحکیم شرعي د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بیرته راګرځول د اسلامي امارت له سترو دندو څخه وګڼل  او زياته يې کړه: «په تېرو څلوېښتو کلونو کې ډېرې ځمکې د غاصبينو له خوا غصب شوې دي، د یاد کمېسيون له جوړېدو راهيسې تر يو ميليون جريبه ډېرې ځمکې څېړل شوي او له ٤٤٤ جريبه ډېرې ځمکې غصب تشخیص او تثبیت او د جوزجان په ولايت کې له ٧٨٥٠ جريبه زياتې ځمکې له غاصبینو بېرته راګرځول شوي دي.»
دغه راز شیخ عبدالحکیم شرعي د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ فرمان هغه فرمان، چې  پر ملت رحم دی بیان او زیاته یې کړه: «زموږ کمیسیون به داسې قانون او کړنلاره جوړه کړي، چې هر څوک وکولای شي خپلې ستونزې ورته ورسوي، ترڅو ورته رسېدنه ووشي، تاسو تخنکي غړو ته زموږ توصیه دا دی، چې  له جنګ، وژنې او جګړې څخه ځان لرې وساتئ، د هرچا لپاره به یو ځانګړی ځای مشخص شي ترڅو د دوی غوښتنو ته رسېدنه وشي، هیچا ته به د زورواکۍ اجازه ورنکړل شي، ټول برابر او ورور دی که هغه مشر وي یا رعیت.»


سفر رهبری کمیسون جلوگیری از غصب به ولایت جوزجان 
۲ میزان ۱۴۰۲ 
رئیس و اعضای کمیسیون جلوگیری از غصب و استرداد زمین‌های امارتی به ولایت جوزجان سفر کرده و  با والی و رییس و اعضای هئیت تخنیکی جلوگیری از غصب و بازپس گیری زمین‌های امارتی ولایت  جوزجان دیدار کردند.
 این هیئت کمیسیون جلوگیری از غصب زمین‌های امارتی و املاک عامه به رهبری شیخ مولوی عبدالحکیم شرعی  وزیر عدلیهٔ امارت اسلامی افغانستان با  حضور مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و شماری از اعضا و  مسوولان کمیسون جلوگیری از غصب به ولایت جوزجان سفر کرده و با اعضای هیئت تخنیکی جلوگیری از غصب املاک امارتی ولایت جوزجان دیدار کردند.
در این دیدار شیخ عبدالحکیم شرعی وزیر عدلیه و رییس کمیسون  جلوگیری از غصب و استراد زمین‌های امارتی جلوگیری از غصب و بازپس گیری زمین های غصب شده را  یکی از کارهای بزرگ امارت اسلامی  دانسته افزود" در چهل‌سال گذشته خیلی زمین‌ها در اختیار غاصبین قرار گرفته بود بع داز ایجاد کمیسیون مذکور بیشتر از یک میلیون جریب زمین بررسی شده و بیشتر از ۴۴۴ جریب زمین تشخیص و تثبیت و بیشتر از ۷۸۵۰ جریب زمین در ولایت جوزجان استرداد شده است" 
همچنان شیخ عبدالحکیم شرعی فرمان رهبر امارت اسلام افعانستان مبنی بر ترحم بر ملت را بیان کرده افزود : «کمیسیون ما یک قانون و طرزالعملی را ایجاد می‌کند که هر کس مشکل خودش را برساند تا به آن رسیدگی صورت بگیرد توصیهٔ ما به شما اعضای هیت تخنیکی این است که جنگ و قتل و قتال را از خود دور بکنید برای همگان جای خاصی تعیین خواهد شد تا به درخواست‌های‌شان رسیدگی لازم صورت بگیرد، به هیچ کس اجازه زورگویی داده نمی‌شود. همه برابر و برادر هستند چه مسئول باشد و چه رعیت".

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت