جمهوررئیس غني: زموږ اوبه باید په اغېزناکه توګه مدیریت شي
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني چې نن سهار یې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د کمال خان بند پرانیستې په موخه نیمروز ته سفر کړی وو، د یاد بند له پرانیستې وروسته په چهاربرجک ولسوالۍ کې په هغو پرتمینو مراسمو کې چې د نیمروز مسوولینو، مشرانو او منتفذینو په کې حضور درلود، ګډون او وینا وکړه.
جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې د کمال خان بند جوړولو او ساتنې په برخه کې د خلکو په ځانګړي ډول انجنیرانو، کارکوونکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې او همکارۍ وستایلې وې ویل، د خدای ج مشکور یوو چې شاوخوا مو اوبه دي، نه سراب.
جمهوررئیس غني د نوي کال، نوې پېړۍ او نوي ژوند د مبارکۍ پر مهال وویل، کمال خان له شکلي اړخه د اوبو بند دی، خو دغه بند زموږ د لرغوني تاریخ د بیا راژوندي کولو لپاره د افغان ولس د ملي ارادې سمبول دی.
هغه زیاته کړه، کمال خاند بند یوه وسیله ده، خو موخه یې د جمهوریت په چوکاټ کې اباد، ازاد او هوسا نیمروز دی او هیله لرو چې نور د محروم نیمروز کلیمه وانه ورو. ویاړو چې له پېړیو راوروسته د افغانانو هیله په حقیقت بدلېږي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان دولت او خلک نه یواځې طرحه، بلکې د هغې د تحقق اراده هم لري او هیله لرو په راتلونکو سلو ورځو کې افغان ولس په ټول هیواد کې د مهمو زېربنایي پروژو د تحقق شاهد واوسي.
جمهوررئیس غني وویل، پر ځان د اتکا واضح طرحه باید ولرو او افغانستان باید له دې وروسته چاته سوال ونه کړي، همدا راز اړ یوو چې خپلې پټې پانګې په کار واچوو.
د هیواد جمهوررئیس وویل، نن د هلمند د اوبو واک زموږ له خلکو سره دی او د کمال خان بند د ځمکې وېش کې به د سیمې خلکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ هغه شمال نه یوو چې په هر شمال وښورېږو، اوازې او کاغذونه راځي، خو افغانان پر خپل ځای قرار لري.
جمهوررئیس غني وویل، د افغانستان او ایران اقتصاد د یوه بل متمم دي، خپلې اوبه چاته وړیا نه ورکوو، د نیمروز خلک دې خپل پیداوار په ویاړ سره وپلوري.
جمهوررئیس په ټینګار وویل، د ملي ګټو په برخه کې شاتګ نه کوو او په دې لار کې آن خپل سر هم قربانوو.
د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د بادي او لمریزې انرژۍ پر مدیریت ټینګار وکړ وې ویل، زموږ اوبه باید په اغېزناکه توګه مدیریت او دغه موثریت باید لس ګونه ځله زیات شي، همدا راز دې د کمال خان بند ترڅنګ د کرنې او اوبولګولو څیړنیز مرکز ایجاد شي.
په دغو مراسمو کې د نیمروز والي زمریالي احدي د جمهوررئیس غني په مشرۍ مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د کمال خان د امنیت ساتلو له امله د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو او د نیمروز د خلکو د همکاریو قدرداني وکړه وې ویل، نیمروز کې نسبي بدلونونه رامنځته شوي او ولسونه له محلي ادارو سره مرسته کوي.
هغه زیاته کړه، کمال خان بند نه یوازې په اقتصادي او زراعتي برخو کې بدلون راولي، بلکې نیمروز به تاریخي ارزښت ترلاسه کوي او د افغانستان په کندو به بدلېږي.
وروسته د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس او د کمال خان بند د پرانېستو کمېسیون رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي، د کمال خان بند د پرانیستو په مناسبت په ټول هیواد کې د ملي جشنونو او برنامو په اړه هراړخیز او مفصل معلومات ورکړل.
نوموړي زیاته کړه، جمهوررئیس نن د شهید محمد موسی شفیق د مډال حکم لاسلیک کړ او هغه چاته به ورکول کېږي چې د اوبو په برخه کې د افغانستان لپاره هڅې وکړي. همدا راز، د کمال خان په اړه له درې سوو څخه زیاتې علمي او څېړنیزې مقالې لیکل او نشر شوي چې ځینو لیکوالو ته به جایزې هم ورکړل شي.
ورپسې د اوبو چارو دتنظیم ملي ادارې رئیس خان محمد تکل، د کمال خان بند د بشپړېدو مبارکۍ ترڅنګ د جمهوررئیس اراده، قاطعیت او هڅې وستایلې وې ویل، د اوبو د مدیریت د سکوت دوره ختمه شوې او د افغانستان اوبه به مهار ېږي.
نوموړي د کمال خان بند د اوبو ظرفیت او اړوند کانالونو په اړه معلومات ورکړل زیاته یې کړه، د کمال خان بند په پرانیستو سره د افغانانو د کلونو هیله پوره شوه. د افغانستان ټول ولس ته ډاډ ورکوو چې د اوبو لویې پروژې به پخپل وخت او ښه کیفیت ترسره کېږي او دغه پروژې به په ټول هېواد کې عملي کېږي. هغه زیاته کړه، د اوبو ۴۴ نورې پروژې به په متوازن ډول په یو شمېر ولایتونو کې په روان کال ترسره شي.
وروسته د نیمروز ولایتي شورا رئیس باز محمد ناصر، په ولسي جرګه کې د نیمروز د خلکو استازې فریدې حمیدي، د نیمروز د خلکو سراسري شورا په استازولۍ یوسف بارکزي او د نیمروز د علماوو په استازیتوب حزب الله سروري خبرې وکړې او د اوبو مهارولو ته یې د
جمهوررئیس له پاملرنې ځانګړې مننه وکړه او د کمال خان بند پرانیسته یې د ټول افغانستان ویاړ وباله.
دوی په بېلابېلو برخو کې د نیمروز د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل او د سولې خبرو ته په اشارې یې وویل، طالبان دې د وطن له ورانولو او افغان ولس له وژلو لاس واخلي، تاوتریخوالی دې پایته ورسوي او سولې پروسې سره دې یو ځای شي.
جمهوررئیس غني او مل پلاوي یې د دغو مراسمو په پای کې د کمال خان بند د تاسیساتو بېلابېلې برخې وکتلې.
