جلال آباد ښار کې دافغان تولید درې ورځنۍ نندارتون پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۰:۴
جلال آباد ښار کې دافغان تولید درې ورځنۍ نندارتون پیل شو

۲۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق 
دننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او صنعت او سوداکرۍ ریاستو سره په همغږۍ داکشن اېډ مؤسسې او سکارام احمدې بازارموندنې شرکت له لوري د جلال آباد ښار پاچا خان مزار  کې درې ورځنۍ نندارتون د یوې سترې غونډې په ترڅ کې پيل شو.
 د یاد نندارتون په پرانیست غونډه کې د ننګرهار ولایت مرستیال والي مولوي عزیز الله مصطفي، دننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، دصنعت او سوداګرۍ رییس مولوي سید عبدالبصیر پاچا، د بېلابېلو ملکي او نظامي ادارو رییسانو، د اکشن اېډ مؤسسې، سکارام بازارموندنې شرکت مسؤلینو او ګڼ شمېر پانګه والو او د خصوصي سکتور مسؤلینو او صنعتکارانو برخه اخیستې وه.
د یاد نندارتون په ۱۰۰ غرفو کې ډول ډول توکې نندارې ته اېښودل شوي، چې له دې ډلې په ۵۰  غرفو کې تازه مېوې، وچې مېوې، غله جات، شات، زینتي بوټي، بیسکوټ، چرګانو دانه او پروسس شوي محصولاتو نندارې ته اېښودل شوي دي.
د ننګرهارد  کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن په نندارتون کې اېښودل شوو غرفو او دنورو توکو ترڅنګ د کرنیزو، مالدارۍ او پروسس شوو محصولاتو څخه لیدنه وکړه او دداخلي تولیداتو زیاتوالي او ځان بسیاینې ته په نږدې کېدو خوښي وښوده.
نوموړي کرنیزو سوداګرو ته د ستونزو حل او کورني تولیداتو ملاتړ په موخه د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲
Background image

د کرنې وزارت کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دې وزارت ۵۰ تنو کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۱
Background image

نورستان کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین د یو لړ مراسمو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۵۴
Background image

روسیې ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر او د تخنیکي همکاریو پر پراختیا یې ټینګار

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون ته د. . .

بازگشت