ترانسپورت وزارت ته د ځمکې د لېږد د څرنګوالي په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۱۴:۳۲
ترانسپورت وزارت ته د ځمکې د لېږد د څرنګوالي په موخه غونډه دائره شوه

٢٠ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٧ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست کې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د کوچنیو او لویو موټرو تم ځایونو د جوړولو لپاره د ترانسپورت وزارت ته د ځمکې د لېږد څرنګوالي د څېړلو په موخه غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د ځمکو چارو ادارې لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني، د جیوډیزي او کدستر عمومي رییس مولوي سعید الرحمن مظهري، د مالکیت د حق تثبیت او  د تصفیې رییس ملا ضیاء الحق ضیاء، د استملاکي پروژو د همغږۍ رییس شاه جهان جلات، د ترانسپورت وزارت د پلان جوړونې، څېړنې او د پروژو پلي کولو رییس انجنیر حفيظ یار، د ځمکو چارو ریاست حقوقي سلاکار فردوس ملک خېل او د ځمکو چارو ریاست د بېلابېلو برخو یوشمېر چارواکو شتون درلود.
په پيل کې د ترانسپورت وزارت د پلان جوړونې، څېړنې او د پروژو پلي کولو رییس انجنیر حفيظ یار خبرې وکړې او د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د مسافر وړونکو او بارچلونکو موترو ترمینلونو، تیرپارکونو او الکترونیکي دروازو د جوړولو لپاره دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست څخه ترانسپورت وزارت ته د ځمکې د لېږد غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د ځمکو چارو ادارې لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني خبرې وکړې او د هر اړخیزې سروې او دغه راز د اړتیا وړ ځمکو د تثبیت او مشخص کولو په پار  د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست او ترانسپورت وزارت ګډ پلاوي او د ولایتونو کارکوونکي یې و ګمارل چې ولایتونو ته دې سفرونه وکړي او په دې برخه کې دې خپلې چارې پیل کړي.

جلسه‌ای جهت بررسی چگونگی انتقال زمین به وزارت ترانسپورت برگزار شد 
۲۰ عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه‌ای‌ به منظور  بررسی چگونگی انتقال زمین‌ به وزارت ترانسپورت در ۲۹  ولایت کشور جهت ساخت ایستگاه‌های کوچک و بزرگ، در ریاست اراضی وزارت زراعت برگزار گردید. 
در این جلسه ملاعبدالرحمن رحمانی رئیس اراضی، مولوی سعید الرحمن مظهری رئیس عمومی جیودیزی و کدستر، ملا ضیاء الحق ضیاء رئیس تصفیه و تثبیت حق مالکیت، شاه جهان جلات رئیس انسجام پروژه‌های استملاکی، انجنیر رستم حفیظیار رئیس پلانگذاری، تحقیق و تطبیق پروژه‌های وزارت ترانسپورت، مولوی المظهری مشاور حقوقی مقام وزارت ترانسپورت، فردوس ملک خیل مشاورحقوقی ریاست اراضی و یک تعداد از مسوولان بخش‌های مختلف ریاست اراضی اشتراک داشتند.
ابتدا انجنیر رستم حفیظ‌‌‌‌‌یار رئیس پلانگذاری، تحقیق و تطبیق پروژه‌های وزارت ترانسپورت صحبت نموده خواستار انتقال زمین به‌منظور اعمار ترمینال مسافربری و باربری، تیرپارکها و دروازه‌های الکترونیکی در ۲۹ ولایات کشور از جانب ریاست عمومی اراضی به وزارت ترانسپورت گردیدند.
متعاقبأ ملا عبدالرحمن رحمانی رئیس  ریاست اراضی صحبت نموده و به‌منظور سروی دقیق و همچنان تثبیت و مشخص نمودن زمین‌های مورد نظر هیئت مختلط از ریاست اراضی، وزارت ترانسپورت و کارمندان ولایات را موظف ساخت تا به ولایات رفته فعالیت‌ شان را در این زمینه آغاز نمایند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۴
Background image

د کندز او بغلان په ولایتونو کې د اوبو ایستلو او کرنیزو ځمکو د اصلاح د دوو پروژو پرانیسته

۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش

۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو ایستلو او کرنیزو ځمکو د اصلاح ریاست چارواکي وایي، چې په کندز او بغلان ولایتونو کې دوه مهمې پروژې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۷
Background image

د کرنې وزارت ویاند دهرات په ولایت کې د غواساتنې له فارمونو څخه لیدنه وکړه

۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوی شیرمحمد حاتمي، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د غوا فارمونو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۴۶
Background image

دهلمند ناوې ولسوالی کې د غنمو اصلاح شوي تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه


۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، په ناوی ولسوالی کې ۱۵۰۰ کروندګرو ته د دوو جریبو ځمکو لپاره د اصلاح شوو غنمو. . .

بازگشت