تخار کې د پیازو او کچالو د ۳۱ زېرمتونونو چارې بشپړې شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۷ - ۹:۱۳
کار ساخت ۳۱ ذخیره‌گاه پیاز و کچالو در تخار تکمیل شد


۲۷ لیندۍ ۱۳۹۹
د تخار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د خواجه غار او بهارک په ولسوالیو کې د کچالو د ۲۵ او د پیازو د شپږو زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د تخار د کرنې ریاست وایي، چې د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې د ۱۵۷ میلیونه او ۲۶۹ زره او ۱۴۰ افغانیو په لګښت ۲۶۵ نوي کرنیزې پروژې په دې ولایت کې په لاره اچول شوي دي. په دغو پروژو کې د پیازو ۱۵۰ زېرمتونونه، د کچالو ۱۰۰ زېرمتونونه او د مېوو ۱۵ سړې خونې شامل دي، چې د تخار ولایت په څلورو ولسوالیو کې پلي کيږي.
له دې ډلې د پیازو او کچالو د ۳۱ زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړې شوي دي او د پاتې هغو چارې په هم ډېر ژر بشپړ او ګټې به وسپارل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د هند د کرنیزو څېړنو مؤسسې له چارواکو سره وکتل

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دوام، د هند د کرنیزو څېړنو شورا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۰:۲۶
Background image

د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د کرنیزو څېړنو د نړۍوالو بنسټونو له چارواکو سره وکتل

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دوام، د د جوارو او غنمو د اصلاح. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۰:۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونو د فدراسیون له چارواکو سسره وکتل

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دوام، د هند د. . .

بازگشت