بزګرانو ته د اسانتیاو برابرولو په پار هڅې؛ لغمان کې د سړک رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۱:۲۵
بزګرانو ته د اسانتیاو برابرولو په پار هڅې؛ لغمان کې د سړک رغنیزې چارې پیل شوې

١۴ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګروملتونو پراختیایي ادارې په مالي او د «سي.اې.ډبلیو.سي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د علیشنګ ولسوالی اړوند د قلعه ټک کلي څخه تر پلوټې کلي پوري چې بارکزي، هروړه، ګنجوڼ، منوزي اوسلطان کلي په برکې نیسي د اووه کیلومتره په اوږدوالي او د ۵.۳ متره په پلنوالي د کرنیزو ځمکو پورې اړوند سړک د بیارغونې چارې پیل کړي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن، دعلیشنګ ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل، دعلیشنګ ولسوالی دکرنیزو چارو مدیر مولوي محب الله د همکارې مؤسسې ولایتي دفتر مسؤلینو، دسیمي قومي مشرانو او کروندګرو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د لغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن وویل:  «د کرنیزو ځمکو پورې اړوند سړک د بیارغونې پروژې چارې د (یو.ان.ډي.پي) په مالي لګښت  او د«سي.اې.ډبلیو.سي» مؤسسې» په تخنیکي همکارۍ پلي کېږي، چې په دغه پروژه کې به د ورځې ۳۷۳ کاریګر په کار بوخت او نوموړو کاریګرو ته به د ورځې د څلور امریکائي ډالرو معادل افغانۍ دکار په مقابل کې اجوره ورکړل شي.»
د ښاغلی محسن په خبره له دې پروژې څخه  ۱۵۰۰ کورنۍ مسقیم او ۳۰۰۰کورنۍ په غیر مستقیمه توګه ګټه پورته کوي، چې دیاد سړک په رغونې سره به د یادو سیمو د کروندګرو د سبو، حبوباتو او نورو حاصلات انتقال مارکیټ ته په وخت عرضه او د کروندګرو د حاصلاتو له ضایعاتو څخه به مخنیوی وشي.
 په همدې حال کې د علیشنک ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل دلغمان د کرنې ریاست او د نوموړې مؤسسې مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د سړک د بیارغونې په برخه کې هڅې کړي هغه دپروژې ګاریګرو ته توصیه وکړه چې په پوره اخلاص سره د پروژې کارونه ترسره کړي.
په ورته وخت کې دسیمې اوسیدونکو د لغمان دکرنې ریاست او د نوموړې مؤسسې مسؤلینو څخه دمننې ترڅنګ خوښي څرګند کړه چې یادې پروژې په پلي کیدو سره به یي له یوې خوا سړک د بیارغونې ستونزه حل او له بلې خوا ورته د کار زمینه برابره شوه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۰:۲۹
Background image

ښورابک فرضي کرښې له لاري پاکستان ته د سلګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د مالدارۍ آمریت چارواکي وایي، چې د ښورابک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او امنیتي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۷
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې غونډه ترسره شوه

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې یوه مهمه غونډه د یاد وزارت د اوبو لګولو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۲۶
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په مالي ملاتړ، د مارجې او نادعلي ولسوالیو. . .

بازگشت