بدخشان ولایت کې د مېوو د سړوخونو کارونه ۸۵ سلنه بشپړشوې دي
۱۱ لړم ۱۳۹۹
د بدخشان ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایې په یاد ولایت کې د مېوو د سړوخونو کارونه په چټکې سره دوام لري چې ډیر ژر به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
دوی زیاته کړه چې په یاد ولایت کې د کرنېزو محصولاتومدیریت پروژې په اډانه کې د ۵۴ میلیونه، ۲۹۱ زره او ۴۰۸ افغانیو په لګښټ د مېوو ۲۳سړې خونې جوړیږی، چې ۹۰ سلنه یې د کرنې وزارت او لس سلنه یې د برخمن شوې بزګرلخوا ورکول کیږي. یادې پروژې د کرنیزومحصولاتومدیریت، د بڼوالو او بزګرانو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار پلي کیږي