بدخشان او کونړ کې د پراختیايي پروژو د پیل په‌پار د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشورتي غونډه ترسره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۸
نشست مشورتی وزارت زراعت و برنامه انکشافی سازمان ملل متحد برای آغاز پروژه‌های انکشافی در بدخشان و کنر برگزار شد

۲۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست په تالار کې د دغه وزارت د رئیسانو، سلاکارانو او آمرینو، او همداراز د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د مسؤلینو په حضور کې مشورتي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د پلان او پالیسۍ رییس سیداحمد خالد صاحب‌زاده د پروژو د اغېزمن تطبیق لپاره د کرنې وزارت او نړۍوالو مؤسسو او بنسټونو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ. نوموړي وویل، د کرنې وزارت کارکوونکي په مرکز او ولایتونو کې له خلکو سره د نږدې اړیکو له امله د هغوی له اړتیاوو او ستونزو څخه ښه خبر دي، او ګډه همغږي کولای شي د پروژو د لا بریالیتوب او د اړتیاوو د ښه تشخیص لامل شي.
ورپسې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مسؤلینو ګډونوالو ته د دغو پروژو موخې او پلانونه تشریح کړل. همداراز، د بېلابېلو ریاستونو او ادارو استازو د فعالیتونو د اغېزمن تطبیق لپاره خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او پرې بحث وشو.
یادې پروژې د ۸.۹ میلیونه ډالرو په لګښت، د «اقلیم ته ځواب ویونکو معیشتونو او د ټولنې پر بنسټ د ځنګلونو ساتنې» تر سرلیک لاندې، د پنځو کلونو په موده کې د کونړ ولایت په شېګل ولسوالی او د بدخشان ولایت په ارګو او کشم ولسوالیو کې پلې کېږي.
د دغې پروژې فعالیتونه د ځنګلونو بیا رغونه او ساتنه، د معیشتي پروګرامونو پلي کول، د اوبو لګولو کانالونو جوړول، استنادي دېوالونه، چکډېمونه، ګبیونونه، کرنیزې ودانۍ، لمریز د اوبو لګولو سیستمونه، او د مالدارو او بزګرو کورنیو ملاتړ دي.
د دې پروګرام اساسي موخه د اقلیمي بدلونونو د اغېزو کمول، د چاپېریال ساتنه او د خلکو د ژوند د وضعیت ښه کول بلل شوي دي.
همداراز، د همدې پروګرام په چوکاټ کې به په راتلونکو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۲ نورې پروژې هم پلې شي. ټاکل شوې ده چې د دغې پروژې عملي چارې د روان کال د جولای میاشتې په جریان کې پیل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

بازگشت