بامیان کې د کچالو ګل څلورمه جشنواره ګټې اخیستنې ته د کچالو د یوشمېر زېرمتونو سپارلو او پرانیستلو سره پیل شو

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۵ - ۱۵:۲۴
چهارمین جشنواره‌ی گل کچالو در با میان، با افتتاح و بهره‌برداری شماری از ذخیره‌خانه‌های کچالو گرامی داشته شد
 
۵ زمری ۱۳۹۹
د بامیانو په ولایت کې د کچالو ګل څلورمه جشنواره، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري او ور سره مل پلاوي، د بامیانو والي سیدانور رحمتي، ولایتي چارواکي، بزګران او د بامیانو ولایت د یوشمېر اوسیدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته د ۹۵ زېرمتونونو په سپارلو سره ولمانځل شوه.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري وويل، چې د کچالو اهمیت ته په کتو او د کچالو له پلوه د هېواد خوراکي خوندیتوب په پار د کچالو ګل جشنواره مهمه ده او دا جشنواره د بامیانو د کچالو لپاره لویه بازارموندنه هم ده.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل: د کچالو د تولید له نظره بامیان مخکښ ولایت دی او د کال څه باندې ۳۰۰ زره مټریک ټنه تولید لري. ښاغلي غفوري وويل: « د زېرمتونونو د لږوالي له کبله هر کال د ژمي په موسم کې په بازار کې د کچالو له کمښت سره مخ کېږو. اړتیا ده، چې د کچالو تولید له ۳۰۰ زره ټنو څخه څه باندې ۴۰۰ ټنو ته ورسیږي او په ورته وخت کې زېرمتونونه هم باید ډېر شي.»
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري د خصوصي سکټور له فعالینو وغوښت، چې د کچالو د پروسس او د بامیانو د نورو تولیداتو په برخه کې پانګونه وکړي او یادونه یې وکړه، چې دکرنې وزارت چمتو دی، چې پانګوالو سره ۵۰ سلنه مرسته وکړي.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال دغه راز وویل، چې راتلونکې کال د بامیانو د مېوو د ساتنې په پار د یوزر او ۵۰۰ مټریک ټنو په اوړتیا سره د یوې سړې خونې د جوړلو چارې پلیږي.
د کرنې وزارت د اوبولګولو اوطبیعي سرچینو د مرستیال په خبره، دغه راز په هېواد کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د خوړو د تامين په پار د پنځو برخو، مېوې، سابه، لبنیات، حبوبات او غلودانو برخو کې د بزګرانو ټولنې جوړیږي او په دې برخه کې په بامیانو کې هم کار روان دی.
سږکال په بامیان کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې له لارې د کچالو ۲۰۰ زېرمتونونه او د بڼوالۍ د ځنځیري رازښت پروژې له لارې ۹۵ زېرمتونونه او د پیازو ۴۲ زېرمتونونه جوړیږي.
دغه راز ددغو برنامو په اډانه کې، د بامیانو ولایت ۲۰ تنه مخکښې کروندګرو ته د مېوو او سبو وچوونکي ماشینونه هم ورکول کیږي.
په ورته وخت کې، دروان مالي کال تر پایه ۴۰۰ شنې خونې او کورني باغچې هم جوړیږي.
د بامیان ولایت په بېلابېلو برخو کې، د کرنې وزارت سږنۍ ټولیزه بودیجه، ۵۵۷ میلیونه افغانۍ ده.
د بامیانو والي سیدانور رحمتي وویل، چې سږکال د کرونا ویروس د مخنیوي په پار یاده جشنواره په شاندارو مراسمو ونه لمانځل شوه. ښاغلي رحمتي وویل، چې د کرنې په برخه کې کار کول، جدي اړتیا ده او په همدې خاطر بنسټیز کارونه شوي او لاډېرې پاملرنې ته اړتیا لیدل کیږي.
هغه د کرنې وزارت د مشرتابه کړنې په ځانګړې توګه د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال، چې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروژه یې طرحه او پلي کېدل یې پیل کړ، مننه او ستاینه وکړه.
ښاغلي رحمتي د کچالو د زېرمتونونو د جوړولو د پروژو پلي کېدل اړین وبلل او ددغو پروژو پر ډېرېدا ټینګار وکړ او دغه راز یې وویل، چې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژو ترڅنګ، د اوبولګولو د شبکو پر جوړولو او د بامیانو ولایت د بل مهم محصول په هکله، چې مڼه ده باید جدي پاملرنه ووشي.
د بامیانو والي دغه راز د کرنې په سکټور کې د پانګونې د هڅونې په پار په دې ولایت کې د کرنیزو پارکونو د جوړېدو د کار دپیل غوښتنه وکړه، ترڅو د برېښنا تر رسېدو وروسته د انرژۍ په برخه کې پانګونه ډېر شي.
د افغان‌جرمن د ګډ سوداګریز خونې مشر، جلاالدین سعید، د بامیانو په ولایت کې د کرنې په برخه کې د خصوصي سکټور د فعالیتونو په هکله خبرې وکړې او وویل، چې بامیان دخپلو کرنیزو تولیداتو له کبله، د کرنې په برخه کې د خصوصي سکټور د لوړ فعالیت وړتیا لري او په دې ولایت کې د برېښنا په تامین او د کرنیز کمپلکس په جوړېدو سره پانګونې ډېریږي.
په دې غونډه کې د بامیانو ولایت یو تن بزګر اسدالله جعفري د کرنې وزارت کړنې او فعالیتونه په ځانګړې توګه د کچالو د زېرمتونونو د جوړولو په برخه کې د کرنې وزارت کړنې او فعالیتونه وستایلې او له دغو کړنو مننه او قدراني وکړه.
د بامیانو ولایت د ولایتي شورا مشر سیدعلي هاشمي وویل: «په واقعیت سره، چې د سړوخونو اغېزې بې ساري دي. زموږ ډېری تولید کچالو دي او د سړوخونو شمېر لږي دي. باید دلته (بامیان) لومړیتوب وي.»
په پای کې د پروژو د شمېر د ډېرولو تر غوښتنو وروسته، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري وویل، چې د کال په منځنۍ ارزونه کې هلې ځلې کیږي، چې بامیان لپاره د کچالو ۱۰۰ نور زېرمتونونه هم په پام کې ونیول شي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت