اوو ولایتونو کې د زعفرانو د پروسس ۳۸ مرکزونه جوړېږي

content_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۷:۴۳
اوو ولایتونو کې د زعفرانو د پروسس ۳۸ مرکزونه جوړېږي

۲۶ چنګاښ ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د روان کال په ترڅ کې  د هېواد په اوو ولایتونو هرات، غزني، سرپل، کندز، بلخ، فاریاب او دایکندي کې په نوې او عصري بڼه د زعفرانو د پروسس ۳۸ مرکزونه جوړوي، چې دم ګړۍ يې رغنيزې چارې ۳۰ سلنه بشپړشوي دي، او پاتې چارې به يې د ۱۴۰۰م مالي کال تر پايه بشپړ او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.
 د زعفرانو د پروسس د ۳۸ مرکزونو جوړولو موخه، د زعفرانو د کرکېلې پراختیا، زعفرانو کښت ته د بزګرانو هڅول او په کور دننه دنړیوالو مارکېتونو د غوښتنو مطابق د زعفرانو پروسس او صادرول ګڼل کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت