اروزګان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه
 
              ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲ه.ش
۱۸ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه.ق
 د اروزګان د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب سوو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون اړوند، د تخنیکي پلاوی رييس په مشرۍ ناسته ترسره شوه.
یادې کمیټې د معمول سره سم د اروزګان د کرنې ریاست کې خپل منځي ناسته وکړه، په ناسته کې د خلکو د عریضو دموضوعاتو څېړنه او ارزونه ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب شویو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون، دکونړ د کرنې، اوبولګو او مالدارۍ وزارت او د اروزګان ولایت مقام لخوا تخنیکي پلاوی ته د محول شوو موضوعاتو له هر اړخیزې څېړنې وروسته لازم اجرائت ترسره شول.
باید وویل شي، چې د اروزګان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.
