د ننګرهار کانال ریاست په ۴۰۰ جریبه ځمکه د زیتونو بڼونه جوړ شوي دي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۴:۳۴
د ننګرهار کانال ریاست په ۴۰۰ جریبه ځمکه د زیتونو بڼونه جوړ شوي دي

د ننګرهارکانال شرکت په درېيم فارم کې په کابو ۴۰۰ جریبه ځمکه تازه د زیتونو بڼونه جوړ شوي دي، چې وسره به په راتلونکې کې ددې ریاست دزیتونو د حاصلاتو کچه لا لوړه شي .
د ننګرهارکانال شرکت د زیتون فابرېکې امر مولوي اخترمحمد هاشمي وايي، د زیتونو هغه بلاکونه چې انقلابي شرایطواو جنګونو تخریب کړي او له منځه وړي و، له ډېره ښه مرغه اوس پرې ننګرهارکانال شرکت بیا ځلې زیتون بڼونه جوړوي، او له ښه مرغه اوس د درېيم فارم په شاوخوا ۴۰۰ جریبه ځمکې زیتون باغونه بیا ځلې احداث شوه. 
د زیتونو فابرېکې امر وویل: «د زیتونو فابرېکې کې موږ د ډېرو نورو رسمي کارونو ترڅنګ د زیتونو تېلو څخه د بوتلونو ډکولو پروسه روانه کړې او تمه ده، چې د زیتونو د سوچه او خالصو تېلو څخه به کابو ۱۴۳ زره ۵۰۰ ملي لیتره بوتلونه ډک شي.»
نوموړي وايي موږ د ورځې کابو ۱۵۰۰ نه تر ۲۰۰۰ پورې زیتون بوتلونه ډکوو . 
یاده فابریکه، چې ۵۷ کاله کاري مخینه لري، د ننګرها، کندهار او یوشمېر نورو ولایتونو څخه چې د زیتونو بڼونه په کې شتون لري، د زیتونو حاصلات راټول او پروسسوي.
د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وايي، چې د زیتونو د تولیداتو زیاتوالي په پار د زیتونو نوي بڼونه هم جوړېږي. 
د ننګرهار د زیتونو فابریکه په ۱۳۵۸ ام کال کې په ۲۷.۵ جریبه ځمکه کې جوړه او په ۱۳۶۴ ام کال کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
زیتون له مدیترانه یي نباتاتو څخه دی، چې کال کې یووار ترې حاصل راټولېږي او تر پروسس وروسته لس سلنه د زیتونو تېل ترې لاسته راځي، په دې فابریکه کې له سل ټنه زیتون څخه تر پروسس وروسته لس ټنه تېل په لاس راځي.
دغه کارخونه بېلابېلې برخې لکه، د زیتونو پروسس، د اچارو جوړول، اداري، د تصفیې خونه، لابراټوار، واټرپمپ او بخار خونه لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت