د ننګرهار کانال رییس: د ترکاڼۍ فابریکې چارې او امکانات پراخېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۵:۳۳
د ننګرهار کانال رییس: د ترکاڼۍ فابریکې چارې او امکانات پراخېږي

۱۴ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
١۵ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلا الرحمن کظیم وایي، چې د ننګرهار کانال شرکت اړوند ترکاڼۍ فابریکه کې د جوړېدونکو اجناسو مینه وال ډېر شوي دي او بازار یې هم تود دی، په همدې موخه ددې فابرېکې اړتیاوې او امکانات پراخېږې او ستونزې یې هم هوارېږي.
ښاغلی کظیم وویل، چې په دې فابرېکه کې ټول کارېدونکي لرګي خپله د کانال د څلورګونو فارمونو څخه دي، چې له ښه مرغه جوړ فرنیچرو او اجناسو يې د بهرنیو هغو ځای نیولی .
ددې فابرېکې د مسوولینو په وینا؛ په دې فابرېکه کې ۱۳ تنه په کار بوخت دي، ۱۴ سیټه جوړکوچونه يې مرکز ته لیږلي، او ۳ سیټه کوچونه يې د مارکیټ او ددی صنعت سره د خلکو لېوالتیا زیاتولو په موخه ریاست مقام ته را انتقال کړي دي .
 د ننګرهار کانال شرکت د ساختمان امریت اړوند د نجارئ فابريکه هډې فارم کې موقعیت لري، په وروستي ځل ۱۷۰زره افغانيو په مالي لګښت رغول شوې ده. 
باید وویل شي، چې د ترکاڼۍ یاده فابرېکه د لومړي ځل لپاره په ۱۳۳۹ کال کې هډې فارم اړوند ثمرخېلو سیمه کې جوړه او فعاله شوه، چې هغه مهال په کې ۱۸۰۰ تنه درې وخته په کار بوخت و،  د ننګرهار کانال ریاست د اړتیاو سره سره يې د ننګرهارولایت د دولتي ادارو او استوګنو غوښتنې هم پوره کول،

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت