لوګر کې یوشمېر بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو مرسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۵:۴۱
لوګر کې یوشمېر بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو مرسته وشوه

د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې نړیوالې ادارې «FAO» په مالي او د افغانستان راتلونکې نسلونو «FGA» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز پل علم په ګډون د برکي برک او څرخ ولسوالیو پر ۱۵۰۰ بزګرانو په کورنیو بڼګیو کې د کرکیلې په پار د سبو او ترکاریو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.
د چارواکو په خبره د سبو په وېشل شویو کڅوړو کې د کدو،رومي بانجانو، ګل پۍ، شلغم، تورو بانجانو، بنډۍ او کرمو تخمونه شامل دي.
ددې مرستې موخه د بزګرانو ملاتړ او په یادو سیمو کې د سبو کرکیلې پراختیا او تولید زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت