ننګرهار کې پر کوچیانو د څارویو د داخلي پرازیت ضد درملو د وېش کمپاین پیل شو

content_admin
جمعه ۱۳۹۸/۵/۱۱ - ۸:۳۲
ننګرهار کې پر کوچیانو د څارویو د داخلي پرازیت ضد درملو د وېش کمپاین پیل شو

۱۰ زمری ۱۳۹۸
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې، د « CLAP » پروژې په همکارۍ د دې ولایت د مالدارو کوچیانو د مالونو خوندي کولو په پار د پرازیت ضد درملو د وېش کمپاین پیل شوی دی. د ننګرهار د کرنې ریاست وایي، چې په دې کمپاین کې به د کوچیانو د مالونو د خوندي کولو په پار د داخلي پرازیت ضد نږدې ۲۰ زره دوزه درمل ورکول کیږي ترڅو په همدې شمېر څاروي له دې ناروغۍ څخه خوندي کړي.
دغه درمل د ننګرهار د کرنې ریاست د هلو ځلو په ترڅ کې د « CLAP » پروژې له خوا چمتو شوې ده ترڅو د څاریو د خوندیتابه کچه لوړه کړي.

ددې کمپاین په لړ کې دغه راز کوچیانو ته د څارویو د داخلي پرازیتونو د زیانوننو، نښو او مخنیوی په هکله معلومات هم ورکول کیږي.

باید وویل شي چې، له ناروغیو سره د مبارزې په موخه د یاد کمپاین په پلي کېدو سره له یوې خوا د څاریو په منځ کې د وژونکو ناروغیو د خپراوي مخه نیول کیږي او له بلې خوانه د څارویو په منځ کې د تولید کچه هم لوړیږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت