ننګرهار کې پر ۲۰۰ بزګرانو د کرکېلي اړونده توکي ووېشل شول

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۶ - ۱۵:۹
ننګرهار کې پر ۲۰۰ بزګرانو د کرکېلي اړونده توکي ووېشل شول

۶ زمری ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ددې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې « SNapp2» له لارې د ننګرهار د ۷ ولسوالیو پر ۲۰۰ بزګرانو د کرکېلي اړونده توکي وېشلي دي.
د ننګرهار د کرنې رییس انجنیر سمیع الله نصرت وویل، د کرکېلي دغه توکي چې ټولیز ارزښت یې یو میلیونه افغانۍ ده، د ننګرهار ولایت د «سرخرود، بهسود، کامه، مهمندره، ګوشته، کوزکونړ او دره نور) ولسوالیو پر هغو ۲۰۰ بزګرانو وېشل شوي دي، چې د کتار په ډول یې د شولو کرکېله کړي.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه د ننګرهار ولایت د ټولنیزو چارو مرستیالې اغلی حبیبه کاکړ په دې ولایت کې دکرنې وزارت د کړنو ستاینه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې په دې ولایت کې مېرمنو ته په کور د ننه د کرنیزو توکو او سبو د پروسس زمینه برابره شي ترڅو مېرمنې له دې لارې خپل ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.
ددغو مرستو موخه د بزګرانو ملاتړ او د دوی اقتصاي پیاوړتیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت