د بامیانو پر یوشمېر مېرمنو د کورنیو چرګانو د روزنې فارمونو وېش پیل شو

mail-admin
جمعه ۱۳۹۸/۵/۴ - ۹:۲۴
توزیع یک‌هزار فارم مرغداری خانه‌گی به بانوان بامیان آغاز شد

۴ زمری ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی بامیان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، ددې ولایت پر زرو بېوزلو مېرمنو د کورنیو چرګانو د زرو فارمونو د جوړولو لړۍ پیل کړ.
مېرمنو لپاره دغه کورني فارمونه، د کورنیو دخوړو خوندیتوب او د کلیوالو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په پار جوړیږي.
ددې برنامې ټولیز لګښت ۳۰.۲ میلیونه افغانۍ ده. د یادې برنامې له لارې هرې کورنۍ ته ۳۰ د غوښو چرګان، ۲۰۰ کیلوګرامه ښه کیفیت لرونکي خوراکي توکي، دانه‌خوره، آب‌خوره، جالۍ او د چرګانو د ا ړتیا وړ درمل ور کول کیږي.
له دغو چوپړونو څخه برخمن شوي زر مېرمنې د بامیانو ولایت د مرکز او ددې ولایت د سیغان، پنجاب او ورس اوسیدونکې دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت