دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال د سوداګرۍ او پانکونې خونې چارواکو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۳ - ۱۴:۱۱
دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال د سوداګرۍ او پانکونې خونې چارواکو سره وکتل

۳لړم ۱۴۰۰
د ا.ا.ا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدراعظم، دافغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستيال محمد‌یونس مهمند، دافغانستان د سوداګرۍ فدراسيون د خونې مرستيال، خان‌جان الکوزی، د خصوصي سکټور استازو او سوداګرو سره وکتل.
په دې کتنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدراعظم دکرنې وزارت او دسوداګرۍ خونې او ملي سوداګرو ترمنځ د پوره همغږۍ پر ايجاد د ټينګار ترڅنګ وويل، چې د هېواد سوداګرو سره به دکرنې وزارت پراخه همکاري ولري.
مولوی صدراعظم د بازار پر ثبات او د هېواد د کورنيو محصولاتو پر ملاتړ د ټينګار ترڅنګ وويل: «د بهرنيو چارو وزارت، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او کرنې وزارت په همغږۍ سوداګريزې تعرفې، د سوداګرۍ جواز، ټرانزيټ او د سوداګرو ستونزه ښه او په روڼتيا سره پرمخ ولاړې شي.»
دافغانستان د سوداګرۍ فدراسيون د خونې مرستيال، خان‌جان الکوزی وويل،  چې د افغانستان په سوداګريزو بندرونو کې پراخې ستونزې شتون لري. هغه د تعرفو زياتوالی، د هېواد د حاصلاتو راټولولو په موسم کې د ګاونډيو هېوادونو د پاليسۍ بدلون او د کورني بازار بې ثباتې هغه ستوتزې وبللې،  چې سوداګر ورسره لاس او ګريوان دي.
په دې کتنه کې دواړو خواوو کورنيو محصولاتو ته د بازار رامنځ ته کولو او له هېواده بهر ددغو مخصولاتو د صادرولو په پار دکرنې وزارت او د سوداګرۍ او پانګونې خونې ترمنځ پر همکارۍ ټينګار وکړ.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د کرنيزو محصولاتو د بازارموندنې، دکرنيزو محصولاتو ارزښت لوړولو، د يادو محصولاتو د کچې زياتوالی، له هېواده بهر د يادو محصولاتو د صادرولو، د کرنې او بڼوالۍ د سيمو د پراختيا او د مالدارۍ ترويج په پار هلې ځلې کوي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۲:۹
Background image

نورستان کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت مرکز پارون اړوند د ډیوه کلي کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۷
Background image

ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیلېږي

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې پیلېږي. د معلوماتو له مخې، پر دغه پروژه شاوخوا ۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او ټاکل شوې چې د ۷۵. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۵
Background image

د پکتیکا ګومل کې ۸ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «هیلټو» مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي». . .

بازگشت