ننګرهار کې د کورنیو باغچو جوړولو په پار د سبو تخمونه ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۶:۵۱
ننګرهار کې د کورنیو باغچو جوړولو په پار د سبو تخمونه ووېشل شول

۱۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست اړوند د کرنې او خوړو خوندیتوب بیړنۍ پروژې (EATS) په مرسته ددي ولایت په کامې او ګوشتي ولسوالیو کې ٩٠٠ تنو بیوزله مېرمنو ته د کورنیو باغچو جوړولو په پار د سبو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
د کرنې وزارت د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې (EATS)چارواکي وایي، یاده پروژه د کامې او ګوشتې ولسوالیو ١٤ شوراګانو سره، چې ځمکې یې د کانالونو لاندې دې کار کوي او د یادو شوراګانو ٩٠٠ تنو هغو بېوزله میرمنو ته چې د کرنې په سکتور کې کار کوې د سبو اصلاح شوې تخمونه چې پکې د کرم، کاهو، پالک، بنډۍ، رومي بانجان، تور بانجان، تراهې او کرېلې تخمونه شامل دي وېشل شوي دي.
د سبو تخمونو د وېش موخه بېوزلۍ سره مبارزه، په کور دننه مېرمنو ته د کاري فرصتونو برابرول، کمې ځمکې څخه زیاته ګټه اخیستنه، اقتصادې پیاوړتیا، تازه او صحي سبو او ترکاري برابرول او کرونا ځپلو کورنيو سره همکاري کول دي.
باید وویل شي، چې د سبو له یادو تخمونو برخمنو مېرمنو ته د کرنې او خوړو خوندیتوب بیړنۍ پروژې د کارکوونکو له لورې د سبو د ځمکې اماده کول، کرکېله، اوبوخور، سرې ورکول، هرزه بوټو کنټرول، حاصل ټولو او نورو اړونده برخو کې عملې روزنه هم ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت