کرنیز سکټور کې د ښځو ونډه

naim.rezai
کرنیز سکټور کې د ښځو ونډه

دبزگر خبر‌‌ې
په وروستیو کالونو کې د هېواد په کچه زرګونو ښځو ته د کرنې اوبڼوالۍ په برخه کې دکار زمینه برابره شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې په ټول افغانستان کې تر ۵۰ سلنې لږې ښځې له کوره بهر په کاري برخه کې فعالې دي.
د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې له پخوا راهیسې ګڼو ښځو په کرنیزو چارو کې له نارینه سره اوږه پر اوږه کارکړی دی.
افغانستان یو کرنيز هېواد دی، له دې کبله په کرنه کې د ښځو ونډه هم یو مهم او بنسټيز امر دی.
د کرنې په پراختیا کې ښځو ته ونډه ورکول کولې شي چې د دوی اقتصادي ستونزې اوارې او په هېواد کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.
په روانو حالاتو کې د کرنې پراختیا، د اقتصادي ودې او د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ښځو ته په کرنه کې ونډه ورکول تر ټولو غوره او لنډه لاره ګڼل کېږي او په دې برخه کې افغان مېرمنې عمده رول لوبولی شي.
سره له دې چې نا امني او د ټولنې او کورنیو ځینې دودونه په لېرې پرتو سیمو کې، د کرنې د ښځینه فعالینو مخه نیسي خو بیا هم هڅې روانې دي، چې دوی ته په ولسوالیو او لېرې پرتو سیمو کې، د کرنې د پراختیا په مقصد، اسانیتاوې برابرې شي.
د کرنې وزارت په دې برخه کې بېلابېل پروګرامونه پلې کړي دي او په وروستیو کالونو  کې د مختلفو پروګرامونو په عملي کولو سره لکه د کورنیو باغچو، د سړځایونو، د مرغدارۍ او وزو د فارمونو، د مېوو د پروسس د ځایونو او کوپراتیفونو په جوړولو سره له ښځو سره مرستې کړي، چې د کرنې په برخه کې د دوی وړتیاوې لوړې او ونډه یې زیاتې شي.
 سره له دې، چې د دوی د فعالیتونو پر وړاندې ستونزې شته خو د کرنې وزارت د دوی پر ملاتړ ټینګار کوي او د هېواد په کچه دوی ته په کرنیزو برخو کې د کار زمینه برابروي.
د کرنې وزارت هرکال په ټول هېواد کې مېرمنو ته زرګونه ګلخونې او شنې خونې جوړوي او ترڅنګ یې د سبو او مېوو د پروسس په پار پر دوی د ستګاوې وېشي او د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخه کې دوی ته روزنه هم ورکوي.
اوسمهال د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې ۷۰ سلنه ښځې په لسګونو زرو، وړو او منځنیو کرنیزو پروژو کې بوختې دي چې له محصولاتو یې ګټه اخیستل کېږي.
افغان مېرمنو ثابته کړې ده، چې د کرنیزو فعالیتونو وړتیا لري.
له ښځو سره مرسته کول او د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې د دوی وړتیاوې لوړول کول شي، چې دوی په یاده برخه کې لا په بریالیتوب ګامونه وچت کړي.
ښځې د كرنې په برخه كې په كار كولو سره اقتصادي ځان بساينې ته رسېدای شي او دا كار به د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د رامنځته كېدو مخه ونيسي.
دا چې تاسې د خلکو دسترخوان ته یوه مړۍ ډوډۍ چمتو کوئ، دا پخپله په کورنۍ او ټولنه کې ستاسې د ونډې ښکارندويي کوي، نارینه چې ستاسې ونډې ته قایل شي، تاوتریخوالۍ کمېږي، د بزګرو ښځو د ظرفیتونو لوړولو ته باید ځانګړې توجه وشي.
د کرنې په برخه کې د ښځو ونډه خورا مهمه ده او دې چارې ته باید په جدي توګه پاملرنه وشي.
د كورنيو باغچو، مالدارۍ فارمونو او د چرګانو د روزلو فارمونو جوړول او د لبنياتو توليد هغه مهم کارونه دي، چې د بزګرو ښځو د اقتصاد په لوړولو كې رول لري.
د کرنې وزارت د روان کال په ترڅ کې هم لسګونو زرو مېرمنو ته د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخه کې د کار زمینه برابره کړې ده، چې د دغو هلو ځلو په ترڅ کې سږکال د لویو او کوچنیو شنوخونو جوړولو ترڅنګ مېرمنو ته ۱۳ زره او ۴۰۰ کورني باغچې جوړېږي. د لویو او کوچینو کورنیو باغچو جوړول، کروندګرو مېرمنو ته د کار زمینې برابرولو ترڅنګ، د سالمې تغذیې، د برخمنو کورنیو اقتصادي ودې او د کورنیو له خوا د سبو کرکېلي ترویج په برخه کې هم مرسته کوي.