ننګرهار کې نږدې سل بېوزله مېرمنو ته مېږې او وزې ورکړل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۵:۳۷
ننګرهار کې نږدې سل بېوزله مېرمنو ته مېږې او وزې ورکړل شوې

۱۳ چنګاښ ۱۴۰۰
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، چې د«ډاکار» موسسې په همکارۍ ددې ولایت د کامې، کوزکونړ، او دره نور ولسوالیو کې، په هغو ۹۹ بېوزله مېرمنو چې د کورنۍ مسوولیت ور تر غاړې دي، د یومیلیون او ۸۳۳ زره افغانیو په لګښت ۱۹۸ راسه وزې او مېږي وېشلي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر انعام الله صافي وویل، چې پدې کورنیو څارویو کې ٩٦ راسه وزې او ١٠٢ راسه میږې شاملي دي، چي هرې بېوزلې مېرمنې ته دوه راسه څاروي د هغوې په خوښه چې د سروې په وخت کې یې غوښتنه کړې وه ورکړل شوي دي. په دغو څارویو کې،د وزو بیټل، جمونه پري او چېلۍ ډولونه او د مېږو عربي نسلونه شامل دي، چې د نسل د ښه تولید ترڅنګ په کافي اندازه شیدې هم ورکوې.
له دې پروژې څخه برخمن شوي کسان، د کرنې وزارت هلې ځلې وستایل او له اړمنو کورنیو او مالدارانو سره د کرنې ریاست له مرستو څخه مننه وکړه. دوی وویل، چې د کرنې وزارت د دوی د اقتصادي ودې د غوړېدا په پار پایښت لرونکي مرستې کوي.
ددې پروژې د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت د بېوزله مېرمنو د ملاتړ او ښځو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د کار زمینې برابرولو په پار ډېر شمېر پروژې پلي کړي دي، چې ورسره د بېوزله مېرمنو اقتصادي غوړېدا ته زمینه برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۱۱
Background image

د وچکالۍ پر وړاندې د اسلامي امارت عملي ګامونه؛ روزګان کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم چارې پیل شوې

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځانګړې بودیجې په لګښت د روزګان ولایت د ترینکوټ اړوند د ناقیل په سیمه کې د اوبو د مهار او د وچکالۍ د. . .

بازگشت