کندز کې پر کروندګرو مېرمنو ۳۶۰ کورني باغچې ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۹ - ۱۷:۳
کندز کې پر  کروندګرو مېرمنو ۳۶۰ کورني باغچې ووېشل شوې

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰
دکندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له خوا ددې ولايت په ۳۶۰ کونډو او بېوزله مېرمنو د کورنيو باغجو اړوند توکي او مواد وېشل شوي دي.
ددې پروژې لګښت، چې په کې ۱۳ دکورنيو باغچو توکي او د سبو تخم شامل دي، يو ميليون او ۴۴۷زره افغانۍ ده. دا پروژه د کندز ولايت مرکز او ددې ولايت په حضرت امام صاحب و علي آباد ولسواليو کې پلي شوی دی.
ددغو باغچو د وېش موخه دسبو ترويج، د بې وزله مېرمنو دعوايدو زياتوالی، دخوار ځواکۍ مخنيوی او د خوړوخونديتوب دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۰:۵۶
Background image

کندهار کې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت لوی چکډېم جوړ شو؛ د وچکالۍ د اغېزو کمولو او ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو په‌پار مهم ګام

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت په کښته شاولیکوټ ولسوالۍ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د ۱۸ میلیونه، ۴۸۳ زره او ۳۷۳ افغانیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۰:۵۴
Background image

هلمند کې د دوه زره جریبه کرنیزې ځمکې د بیا رغونې په‌پار د زهکشۍ کانال د پاکولو پروژه پیل شوه

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د مرکز اړوند د بولان کلي د اوبو ایستلو کانال د پاکولو پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د استازو، د هلمند د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۰:۵۰
Background image

د کرنې وزارت مرستیال د صنعتي پارک د پرانیستې او له تولیدي فابریکو د لیدنې په موخه بلخ ته سفر وکړ

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د یوه. . .

بازگشت