د وچو مېوو د صادراتو ارزښت

mail-admin
د وچو مېوو د صادراتو ارزښت

دهقان (بزګر) اوونیزه / د بزګر خبرې
صادرات یعنې هغه اموال چې موږ یې له خپل هېواد څخه نورو هېوادونو ته لېږو او په بدل کې یې له نوموړي هېوادونو څخه پیسې او نور اړین توکي تر لاسه کوو.
وچه مېوه اوس د افغانستان مهم صادراتي توکي جوړوي؛ زعفران،ځنغوزې، بادام، ممیز، پسته او وچ زردالو د افغانستان د مهمو صادراتي توکو په کتار کې راځي، چې دغه مېوې دمګړۍ د اروپايي او نورو هېوادونو ترڅنګ په چین، هندوستان، عربستان، تاجکستان او قزاقستان کې ښه مارکیټونه لري.
بهر ته د افغانستان د وچوو مېوو په صادرولو کې په پراخه کچه بدلون راغلی، د سوداګرۍ وزارت فني او مسلکي مامورین بهر ته د صادروونکو توکو په پروسس او د بسته بندي په څرنګوالي او څومره والي باندې د څارنې او کنټرول لپاره ګمارل شوي دي.
له جګړو نه وړاندې د افغانستان وچه مېوه په ټوله نړۍ کې مشوره او ښه مارکېټ یې درلود.
خو جګړې او ناخوالې ددې لامل شو، چې په نړیواله کچه د صادارتي موادو نه سټنډرډ کېدل او په نړیواله کچه د مالونو نه بسته بندي یې نړیوال شهرت راکم کړي.
خو په دې وروستیو کلونو کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هلې ځلې کوي، چې په معیاري پروسس او بسته بندۍ سره د افغانستان وچ او تازه مېوې یو وار بیا د نړۍ ټولو مارکېټونو ته ورسوي.
همدا څو ورځې وړاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ د صدفي لمیټد له خوا د هېواد د وچوو زردالو لومړنۍ جوپه قزاقستان ته صادر شو. په دې صادرېدونکې جوپه کې د ۱۵۰ زره ډالرو په ارزښت ۵۰ مټریک ټنه وچ زردالوصادر شوي دي.د ۱۳۹۹یم کال په سلواغه کې کاناډا ته د هېواد د ۱۴ ډوله وچوو مېوو لېږد پیل شو. کاناډا یو لرې هېواد دی خو افغاني محصولاتو لپاره یو نوی او ښه بازار دی، د افغانستان محصولات په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه، منځنۍ اسیا، سوېلي اسیا، چین او خلیج کې ډېر او لویې مارکېټونه لري، په یادو هېوادونو کې د نړۍ درې میلیارډه وګړې ژوند کوي، دا هېوادونه د محصولاتو پلور لپاره لوی مارکېټ دي، د افغانستان محصولات ښې ځانګړنې او کیفیت لري، د افغانستان اقلیم او خاوره د کرنیزو محصولاتو او مېوو لپاره ځانګړی امتیاز دی، نسبي ښې ګڼې چې لرو باید له هغه څخه ګټه پورته کړو او معیاري محصولاتو چمتو کړو ترڅو زموږ پېرېدونکي زیات او نړیوال اسټانډارد سره برابر شو. خو په دې برخه کې د افغانستان خصوصي سکټور لوی مسوولیت لري، د بسته بندۍ، پروسس، او د نړیوال بازار په معیارونو برابرول، لوی مسوولیت د خصوصي سکټور پر غاړه ده، د جلالت‌مآب ولسمشر د هلو ځلو په پایله کې، خلیج، منځنۍ آسیا او سوېلي اسیا سره سیاسي اړیکې په عالي کچې تامین شوي دي او د سیمه ییزو اړیکو له لارې داسې لارې پرانیستل شوي دي، چې وطني محصولات سیمه ییز او نړیوالو بازارونو ته صادر شي.
د سیمه ییز اتصال په برخه کې لارې پرانیستل شوي دي. د جادې ټرانسپورټ، رېل پټلۍ او هوایې دهلیزونو له لارې اسانتیاوې برابرې شوي دي.
د ټولو افغانانو مسوولیت دی، چې په دې برخه کې کار وکړو. خپل صادرات زیات او د محصولاتو کیفیت ښه کړو.
نړیوالو مارکېټونو ته د وچوو او تازه مېوو د صادراتو په پار، هلې ځلې کېږي، چې په بېلابېلو زونونو کې د وطني محصولاتو د بسته بندي مرکزونه جوړ شي تر څو د هېواد د صادراتي محصولاتو بسته بندي د نړیوالو معیارونو په کچه ترسره شي.
د افغانستان محصولات دنړۍ په ټولو مارکېټونو کې نوموتي او ښه نوم لري، مهمه خبره داده، چې یاد بازارونه څنګه و پېژندل شي او د صادراتو لارې ورته خلاصې شي، په یو بازار باید متکي و نه ووسو. امکانات فراهم شوي دي، چې محصولات معياري او نړيوال کړو بايد له پخوا لا جدي کار وکړو ترڅو د صادراتو کچه لوړ او معیاري شي