لغمان کې د مربا او اچارو معیاري فابریکه جوړه شوه

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۱۴:۵۹
لغمان کې د مربا او اچارو معیاري فابریکه جوړه شوه

۱۸ کب ۱۳۹۹
د لغمان په ولایت کې د لومړي ځل لپاره د مربا او چارو معیاري فابریکه جوړه شوه.
د چارواکو په خبره د مربا او اچارو یاده فابریکه د «بهار سبز» په نو تولیدات بازار ته وړاندې کوي، چې په ورځ کې د دوه مټریک ټنو د تولید وړتیا لري. یاده فابریکه د مارکېټ اړتیاوو ته په کتو ولسونو ته باکیفیته مربا او اچار تولیدوي او په ارزانه بیه یې د خلکو په واک کې ورکوي.
یاده فابریکه د خپل اړتیا وړ اوومه توکي له سیمه ییزو بزګرانو پېرې، چې په دې سره ددې ولایت د بزګرانو کرنیزو محصولاتو پلور ته هم زمینه برابره شوې ده. دغه راز په دې فابریکه کې ۲۰ کسانو ته په نیغه او لسګونو نورو کسانو ته په نانېغه توګه د کار زمینه هم برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۹
Background image

دکابل سروبي کې ۱۵۸ کورنیو ته د چرګانو د ساتنې بشپړې بستې ووېشل شوې

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان لپاره د کلیو بیا ودانولو ادارې  له لوري، د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د کابل ولایت په خاکجبار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۶
Background image

پکتیکا کې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک مؤسسې له لوري د «په لویدیځ، سویلي او سوېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.
په دې. . .

بازگشت