ننګرهار کې د څه کم ۳۳میلیونو افغانیو په ارزښت پنځه زېربنایي پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۳ - ۱۰:۲۰
ننګرهار کې د څه کم ۳۳میلیونو افغانیو په ارزښت پنځه زېربنایي پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

۲۳ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، ننګرهار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې، د ننګرهار ولایت مرستیال ببرک میاخېل، یوشمېر قومي مخورو، ځوانانو او بزګرانو په شتون کې د کامې او بهسودو په ولسوالیو کې د څه کم ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت پنځه زېربنایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل.
یادې پروژې، چې دکرنې وزارت داقليمي بدلونونو له امله د رامنځته کېدونکو ګواښونو دکچې ټيټولو پروژې «CDRRP»له خوا پلي شوي دي په کې، د کانالونو بیارغول او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه ته د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري وویل: «نن دکامې او بهسودو په ولسوالۍ کې د نږدې ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت پنځه زېربنایي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي، چې دوه پروژې یې د بهسودو او درې نور یې د کامې په ولسوالۍ کې پلي شوي دي.»
ښاغلی غفوري وویل، چې ددغو پروژو په پلي کېدو سره څلور زره جریبه ځمکه خړوبېږي او دوه زره او ۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د سیند له ګواښونو خوندي شوي دي، چې د بزګرانو د حاصلاتو په زیاتوالي او اقتصادي وده کې رغنده رول لوبوي.
په همدې حال کې د یادو سیمو قومي مشرانو د کرنې وزارت له پاملرنې او فعالیتونو څخه مننه وکړه او یادې پروژې یې د خپلو کرنیزو ځمکو د خوندیتوب او خوړوبولو او سیمې ښېرازې لپاره ارزښتناکې وبللې.
یاد پلي شوې پروژې د ځمکو په خړوبولو، د سیمي زرغونتیا او د سېلابونو د مخنیوي ترڅنګ په پلي کولو کې یې ګڼو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت