د هرات د نیالګیو اېښودو په سږني کمپین کې به څه باندې ۶۰ زره نیالګي کېنول شي

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۱۴:۸
قرار است در کمپین نهال‌شانی امسال در هرات، بیش از۶۰ هزار نهال غرس شود

۱۹ سلواغه ۱۳۹۹
د ګذرې ولسوالۍ د پشتون پل په سیمه کې د نیالګیو اېښودو کمپاین د ولایت د مقام مرستیالې محنسه حسن‌زاده، د کرنې رییس عبدالصبور رحماني، د چاپېریال ساتنې رییس نصیر احمدفضلي، د کرنې ریاست د یوشمېر همکارانو، د رسنیو استازو او دغه راز بزګرانو په شتون کې رسماً پیل شو.
د هرات دکرنې رییس عبدالصبور رحماني وایي: «ددې کمپین په ترڅ کې ټاکل شوې، چې د ولایت د مقام د ونډې پر اساس به پر امنیتي ارګانونو، ۱۹ ولسوالیو او دولتي اداراتو د زرغونتیا او د هوا د ککړتیا سره د مبارزې په پار څه باندې ۶۰ زره تزئیني، مثمر او غیر مثمر نیالګي ووېشل شي او کېښودل شي.»
د نیالګیو اېښودو کمپین د هرات ولایت د کرنې ریاست له خوا هرکال د سمسورو او زرغونو سیمو د ایجادولو او د هوا د ککړتیا د مخنیوي په پار په لاره اچول کېږي.
د نیالګیو اېښودو د کمپین په پرانیست غونډه کې د هرات د کرنې رییس له خلکو غوښتنه وکړه، چې د نیالګیو د خوندیتوب او دغه راز ددې لړۍ د پیاوړتیا په برخه کې ډېره ونډه واخلي.
ددې کمپین په ترڅ کې د هرات دکرنې ریاست به په خپلو اړوندو سیمو کې، نږدې ۲۰ زره نیالګي غرس، خړوبه او خوندي کړي.
هرات کې د نیالګیو اېښودو کمپین هرکال د سلواغې په ۱۵ پیل او د وري تر دویمه دوام کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت