هلمند کې نباتي ناروغیو او افتونو سره د مبارزې کمپاین پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۱۰:۵۴
هلمند کې نباتي ناروغیو او افتونو سره د مبارزې کمپاین پیل شو

۱۵ سلواغه ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې نباتي ناروغیو او افتونو سره د هر اړخیزې مبارزې کمپاین په لاره اچول شوی دی.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې په دې کمپاین کې فني کارکوونکو له خوا بڼوالو او بزګرانو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې هر اړخیزي لارې چارې په عملي او نظري ډول ښودل کېږي.
ښاغلی الکو زیاته کړه، چې ددې کمپاین په ترڅ کې بڼوالو او بزګرانو ته د ترکیبي درملو جوړولو لارې چارې  ښودل کېږي او دغه راز ددې پروسې له لارې ۱۵۰ بڼوالو ته بورډومیکسچر وقایوي درمل هم ورکول کېږي.
د هغه په خبره، د ترکیبي درملو په استفادې سره د ونو مضره حشرې، د ونو پر تنو ځالګۍ او بېلابېلې ناروغۍ له منځه ځي، چې په پایله کې ونې او ښاخونه ښه وده او نمو کولی شي.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي دوی هلې ځلې کوي، چې بزګران د کیمیاوي درملو د استفادې پر زیانونو وپوهوي او ددغو خطرنو د مخنیوي په پار د افتونو او ناروغیو مخه په میخانیکي لارو چارو ونیسي ترڅو له روغتیايي او اقتصادي پلوه ګټور تمام شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۸
Background image

د کرنې وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري دخپل کار په دفتر کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۲
Background image

ننګرهار کې د شیدو راټولولو څلورو مرکزونو سره د ۲۰ زره ډالرو په ارزښت د وسایلو مرسته وشوه

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ،. . .

بازگشت