لغمان کې د بیرې ۴۰۰ هکټاره ځنګلونه احداث شوي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۴ - ۱۶:۱۷
لغمان کې د بیرې ۴۰۰ هکټاره ځنګلونه احداث شوي

۱۴ سلواغه ۱۳۹۹
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې یې د بېرې ځنګلونو د اېښود لړۍ دوه کاله وړاندې پیل کړی دی او په دې موده کې یې په ۴۰۰ هکټاره ځمکه کې د بیرې نیالګي اېښي دي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدجمیل خوشحال وایي، چې یاد ځنګلونه په دې ولایت کې د شاتو مچینو روزنې د صنعت د پرمختګ او د شاتو د تولیداتو د زیاتوالي په پار جوړ شوي دي. هغه وویل: «د بیرې ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار، د یادو ونو د نیالګیو د تولید او اېښودو پروژه مو د خوړو نړیوالې ادارې «WFP» په همکارۍ پیل کړی دی، چې له نېکه مرغه په دوو کلونو کې مو ښې لاسته راوړنې درلودې. تر دې دمه مو په ۴۰۰ هکټاره ځمکه کې د بیرې نیالګي اېښي دي او په پام کې لرو، چې په راتلونکې کې هم ۶۰۰ هکټاره ځمکه کې د بیرې نیالګي کېنوو، او دغه راز نورو ولایتونو ته یې د وېش په پار و لېږو.»
د لغمان دکرنې رییس زیاته کړه: «د بیرې ونې ګل د شاتو مچیو خوراک لپاره ډېر ګټور دي.»
د لغمان دکرنې رییس وایي، چې د لغمان د عبدالوکیل په څېړنیز فارم کې د بیرې ونې نیالګي تولید شوي دي، چې شمېر یې ۸۵۰ زرو ته رسېږي.
ښاغلی خوشحال وویل، چې د ننګرهار، نیمروز، هلمند اوکندهار ولایتونه هم د بیرې ځنګل جوړولو لپاره مناسبه اقلیم لري او د بیرې ونې په هغو ولایتونو کې چې ګرمه هوا لری ښه وده کوي. هغه وویل: «دمګړۍ د بیرې ونې ۴۰۰ نیالګي لرو، چې د وري په میاشت کې یې کېنوو. په ۱۴۰۰ ام کال کې په پام کې لرو چې د بیرې یو میلیون نور نیالګي تولید او کېنوو.»
د لغمان د کرنې رییس په خبره، د ځنګلونو جوړول، د چاپېریال ساتنې، د سېلابونو د مخنیوي، د چاپېریال ښکلا او ګڼو نورو برخو کې ګټور دي.
د بیرې نیالګي په وچو دښتو کې چې په کې کرکېله نه کېږي، اېښودل کېږي.
د کرنې او کلیو پراختیا یا «SARCDO» موسسې رییس حاجي طهماس حفیظي، چې ددې پروژې له همکارانو څخه دی وایي: «په دې دوو کلونو کې د لغمان ولایت څه باندې ۶۵۰ اوسیدونکي ددغو ځنګلونو په جوړولو کې په کار بوخت شوي دي. موږ د کار په بدل خواړه په شعار سره وتوانېدو چې خلک مصروف کړو. د ګردي کڅ، د کابل-جلال آباد د لویې لارې دواړه غاړي، د اغاصاحب سیمه، د الینګار او الیشنګ درې او د درونټې خاورینه غونډۍ هغه سیمې دي، چې د بیرې نیالګي په کې اېښودل شوي دي.»
د ښاغلي حفیظي په خبره، دا نیالګي د کرنې ریاست او د خوړو نړیوالې ادارې «WFP» په همکارۍ اېښودل شوي دي.
د بیرې نیالګي دلغمان دکرنې ریاست د عبدالوکیل څېړنیز فارم په نهو شنوخونو کې تولید شوي دي. د بیرې ځنګلونه د شاتو مچیو روزنې لپاره ډېر ګټور دي. مچۍ د بیرې ونې له ګلونو څخه ګټه پورته کوي او د باکیفته شاتو د تولید او زیاتوالي په برخه کې رغنده رول لري.
لغمان له هغو ولایتونو څخه دی، چې د بیرې ونو د تولید او روزنې لپاره مناسبه چاپېریال لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۷:۳۶
Background image

د کرنې وزارت وياند د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالی د انارو بڼونو څخه لیدنه وکړه

 

۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولويشېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۴
Background image

دکندهار و لایت د کوه‌کران څېړنیز فارم بریالۍ څېړنې


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د یاد ولایت کوه‌کران څېړنیز فارم، چې په ۱۳۹۹ هـ.ش کال کې د کندهار ښار په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

د کرنې وزارت وياند د کندهار د کوه‌کران څېړنیز فارم څخه ليدنه


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوي شېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه. . .

بازگشت