دننګرهار کرنيز نندارتون کې ۳۵ هوکړه ليکونه لاسليک شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۸ - ۱۰:۱۸
دننګرهار کرنيز نندارتون کې ۳۵ هوکړه ليکونه لاسليک شول

۸ سلواغه۱۳۹۹
دننګرهار کرنې ،اوبولګولو اومالدارۍ ریاست په نوښت په دې ولايت کې "کرنه دوطن ابادي" تر شعار لاندې دوه ورځنۍ کرنيز نندارتون په لاره اچول شوې وه، چې په ترڅ کې يې دسوداکرو، پانکوالو او بزګرانو ترمنځ ۳۵ هوکړه ليکونه لاسليک شول.
ياد نندارتون د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ دکرنې وزير ډاکټر انوارالحق احدي او د ولسمشر ستر سلاکار او دننکرهار والي ضياالحق امرخېل له خوا پرانيستل شوه.
په دې نندارتون کې دننکرهار د ولايتي شورا او په ولسي جرګه کې دخلکو استازو سربېره، دهېواد د بېلابېلو ولایتونو  وګړو ، کرنیزه پانګه اچونکو، کروندګرو،  تولیدوونکو،  سوداګرو، مدني فعالانو او مېرمنو ګډون کړي و.
 د یاد دوه ورځني نندارتون په ۱۷۳ غرفو کې کرنيز توکې لکه سابه، وچې او تازه مېوې ، شات، زراعتي او تیلي نباتات، کرنيزې توکې  او درمل، تصدیقي نیالګي،د  نجارۍ برخې تولیدات، لبنیات او نور ګڼ شمېر توکې نندارې ته اېښودل شوي وه.
ددې نندارتون په لاره اچولو موخه کورنيو تولیداتو ته په کور دننه بازارموندنه او هېوادوالوته د اصلي باکيفيته توليداتو پېژندل ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت