ننګرهار ته د کرنې وزیر سفر: د پروژو، کرنیز نندارتون او د شاتو د کیفیت لابراټوار پرانسته او له کرنیزو فعالانو سره کتنه

content_admin
ننګرهار ته د کرنې وزیر سفر: د پروژو، کرنیز نندارتون او د شاتو د کیفیت لابراټوار پرانسته او له کرنیزو فعالانو سره کتنه

۶ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، د خپل ولایتي سفرونو په دوام، د یوشمېر کرنیزو او اوبولګولو پروژو او د شاتو د کیفیت معلومولو لابراټوار د ګټې اخیستنې، د ستر کرنیز نندارتون د پرانیستې او د کرنزو فعالانو او د بزګرانو استازو او د پراختیایي شوراګانو له چارواکو سره د کتنې په موخه ننګرهار ولایت ته ولاړ.
ننګرهار ته د ښاغلي احدي د دوه ورځني سفر په ترڅ کې، هغه د ولسمشر سترسلا کار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل، مخورو، د پراختیایي شوراګانو او د بزګرانو او بڼوالو له استازو سره وکتل. دغه راز د کرنې وزیر ۱۹۲ شنې خونې او قوریې، د اوبولګولو ۲۰ کانالونه او د شاتو د پروسس معیاري لابراټوار ګتې اخیستنې ته وسپارل او دغه راز د ننګرهار په ولایت کې د ستر کرنیز نندارتون او د مېوه لرونکو ونو د نیالګیو اېښودو کمپاین یې هم پرانیست.
د کرنې وزیر د ۱۱۲ میلیونه افغانیو په رازښت د اوبولګولو ۲۰ کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د اوبولګولو یادې کانالونه د ننګرهار ولایت په مرکز او ۱۷ ولسوالیو کې د کرنې وزارت د خلکو په ګډون دکرنې او مالدارۍ پروژې «CLAP»، د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې یا «CBARD» او دغه راز له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ «SNaPP2» پروژو له خوا د ۱۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت پلي شوي دي. د اوبولګولو یادې پروژې څه باندې ۱۲ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکې خړوبوي او د اوبو د نږدې ۲۰ سلنې ضایعاتو مخه نیسي.
د اوبولګولو د دغو پروژو په پرانیست غونډه کې د کرنې وزیر وویل، چې اوبولګول د کرنې وزارت له کلیدي سکټورونو څخه دی او هر کال د ننګرهار په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبولګولو ډېرې پروژې پلي کېږي. انوارالحق احدي وویل: «زموږ اساسي لومړیتوب دادی، چې ډېرې ځمکې تر کرکېلي لاندې راشي ترڅو په بېلابېلو برخو کې د تولید زیاتوالي او ځان بسیاینې ته زمینه برابره شي.»
دغه راز د ولسمشر سترسلا کار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل، هم د اوبولګولو د یادو پروژو د پرانیستې په غونډه کې وویل، چې د اوبولګولو د نویو کانالونو او شبکو په جوړېدو سره ډېرې سیمې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راغلي او د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.
د کرنې وزیر ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ۱۹۲ شنې خونې او قوریې ګټې اخیستنې ته وسپارل. په هغه غونډه کې، چې د یادو شنوخونو د ګټې اخیستنې په پار جوړه شوې وه د ولسمشر سترسلا کار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل هم ګډون درلود.
دکرنې وزیر وویل: «دغه شنې خونې د ننګرهار ولایت د مرکز په ګډون ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې، دکرنې وزارت د خلکو په ګډون دکرنې او مالدارۍ پروژې «CLAP»، د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې «CBARD» او دغه راز له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ «SNaPP2» پروژو له خوا د څه باندې ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوي دي.»
ښاغلی احدي زیاته کړه: «ددغو شنوخونو د جوړولو۸۵ سلنه لګښت د کرنې وزارت او یوازې ۱۵ سلنه لګښت یې برخمن شوي کسان ورکړي دي.»
په ۱۳۹۹یم مالي کال کې دکرنې وزارت د ننګرهار ولایت د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او بڼوالۍ په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۷۵۸ میلیونه افغانۍ لګولی دی.
د کرنې وزیر دغه راز د ننګرهار په ولایت کې د مېوه لرونو ونو د نیالګیو کېنولو کمپین هم پیل کړ.
د کرنې وزارت په ۱۴۰۰ ام مالي کال کې، د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوایو کې د مېوو له ډلې د سټروسو، املوکو، شفتالو او نورو مېوو دوه زره جریبه بڼونه جوړوي. ددغو بڼونو د جوړولو ټولیز لګښت، ۷۷ میلیونه افغانۍ ده.
د هېواد د کرنې وزیر انوارالحق احدي دغه راز له یوشمېر  پانګوالو، سوداگرو، فارم لرونکو، صنعت کارانو، بزګرانو او د پراختیایي شوراګانو له استازو سره هم وکتل.
همداراز د ښاغلي احدي له خوا د ننګرهار په ولایت کې ستر کرنیز نندارتون هم پرانیستل شوه. ددې نندارتون په ۱۴۷ غرفو کې کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د شاتو د کیفیت معلومولو لابراټوار او د چرګانو د دانې د کیفیت معلومولو لابراټوار ګټې اخیستنې ته سپارل په دې سفر کې د کرنې وزیر نور فعالیتونه دي. د شاتو د کیفیت معلومولو لابراټوار د ۲.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د «سیزن» شاتو پروسس او بسته بندۍ شرکت ته او د چرګانو د دانې د کیفیت معلومولو لابراټوار د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د حبیب حسام شرکت ته دواړه لابراټوارونه د امریکا متحده ایالاتو نړېوالې پراختیايي ادارې USAID) په مرستهجوړې شوي دي.
ننګرهار د هېواد له ګرمو ولایتونو څخه دی او د تل زرغون یا سټروسو مېوو د تولید په پار د هېواد په کرنه کې ځانګړی ځای لري.