د معلولیت ملي اسټراټیژۍ په پلي کېدو کې د کرنې وزارت پر ونډه خبرې وشوې

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۱۵:۴۲
د معلولیت ملي اسټراټیژۍ په پلي کېدو کې د کرنې وزارت پر ونډه خبرې وشوې

۲۲ مرغومې ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، د خپل کار په دفتر کې د شهدا او معلولینو په چاروکې د دولت وزیر لعل الدین اریوبي سره د معلولیت ملي اسټراټیژۍ پر پل کېدو خبرې اترې وکړې. دا غونډه د یادې اسټراټیژۍ په پلې کولو کې د کرنې وزارت د ونډې پر څرنګوالي او دغه راز د کرنې وزیر د نظرونو اخېستو په پار، تر سره شوه.
ښاغلی ایوبي ددې اسټراټیژۍ د جزیاتو په وړاندې کولو سره وویل، دې ته په پام سره چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پراخ کاري سیمه لري، په همدې موخه د معلولیت ملي اسټراټیژۍ په پلي کولو کې مهمه ونډه لري او کولای شي، چې معلولیت لرونکو کسانو ته ډېرې چوپړتیاوې وړاندې کړي.
لعل الدین اریوبي دې ته په ټینګا سره وویل، د شهدا او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ته مهم دی، چې معلولیت لرونکي کسان څنګه د کرنې ځنځیري ارزښت ته ور دننه کېږي. هغه په دې برخه کې د کرنې وزارت د همکاریو غوښتونکی شوه.
په همدې حال کې د کرنې وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، د ملي معلولیت د اسټراټیژۍ له طرحې او پلي کېدو څخه د ملاتړ ترڅنګ وویل، چې د کرنې وزارت د اړوندو بنسټونو په همکارۍ سره کولای شي، چې د معلولیت لرونوکو کسانو د ګمارنې په برخه کې مثبت تبعیض په پام کې ونیسي.
ښاغلی احدي دغه راز وویل، چې دکرنې وزارت کولی شي، چې د کورنیو باغچو، شنوخونو، د چرګانو روزنې وړو فارمونو او نورو وړو پروژو په برخه کې معلولیت لرونکو کسانو سره مرسته وکړي. هغه ټینګار وکړ چې د کرنې وزارت په دې برخه کې معلولیت لرونکي کسان په پام کې نیسي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت