د «اپتیکا» په غونډه کې د پاکستان له لومړي وزیر سره د افغانستان د پلاوي لیدنه

user-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۱ - ۲۱:۲۲
دیدار هیات رهبری افغانستان در نشست "اپتیکا" با صدراعظم پاکستان

۱۱مرغومې ۱۳۹۹
د افغانستان اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نثاراحمد غوریاني او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، د افغانستان-پاکستان د ټرانزیټ اوسوداګرۍ دهوکړې د همغږي کمېټې (اپتیکا) د غونډې په څنډه کې، د پاکستان اسلامي جمهوریت له لومړي وزیر عمران خان سره وکتل.
ددې غونډې په پیل کې د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نثار احمد غوریاني د پاکستان لومړي وزیر ته د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر محمد اشرف غني پیغام وړاندې کړه.
د پاکستان لومړي وزیر سره په دې غونډه کې، د ټرانزیټ او سوداګرۍ پر پراختیا، پاکستان ته د افغانستان د توکو صادرات او له پاکستان څخه افغانستان ته د توکو صادرات او دغه راز منځنۍ اسیا او سوېلي اسیا سره د افغانستان پر سوداګرۍ خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر وویل، چې پاکستاني چارواکي به په راتلونکې کې په یادو برخو کې له افغانستان سره له نږدې کار وکړي او غواړي، چې دواړه هېوادونه له اقتصادي اړخه یوځای سره پراختیا و مومي. عمران خان زیاته کړه، دواړه هېوادونه په دې برخه کې شته خنډونه له منځه وړي.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري وویل، چې د افغانستان-پاکستان (اپتیکا) د کاري کمېټې تخنیکي غونډې روانه وه او په پای کې ښه پرمختګونه رامنځته شوه. دغه راز له دواړو خواوو څخه تر راتلونکو دوو اوونیو پورې یوبل پلاوي سره جرګه کیږي او پر راتلونکو هوکړو پرې کړې کوي او هوکړې ته رسیږي. ټاکل شوې، چې د پلاوي بله ناسته د جنوري له ۱۰ تر ۱۲مې نېټې په لاره واچول شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت