«د افغانستان-پاکستان د ترانزیت او سوداګرۍ هوکړه‌لیک د همغږۍ کمېټې» اتمه غونډه اسلام‌آباد کې په لاره واچول شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۴:۳۷
جلسه هشتم «کمیته‌ی هم‌آهنگی موافقت‌نامه‌ی ترانزیت و تجارت افغانستان-پاکستان» در اسلام‌آباد برگزار شد

۹ مرغومې ۱۳۹۹
د افغانستان-پاکستان د ترانزیت او سوداګرۍ هوکړه‌لیک د همغږۍ کمېټې د غونډو په دوام، د ۱۳۹۹یم کال د مرغومې اتمه د دوشنبې په ورځ د «اپتیکا» اتم تخنیکي غونډه، د پاکستان اسلامي جمهوریت د لومړي وزیر ستر اقتصادي سلاکارۍ او ددې هېواد د سوداګرۍ وزارت په کوربه توب د افغانستان د پلاو په شتون کې، په لاره واچول شوه.
غونډه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر او د پاکستان د لومړي وزیر اقتصادي ستر سلاکار له خوا پیل شوه. وروسته د دواړو هېوادونو پلاوي تخنیکي خبرې اترې پیل کړې، چې د افغانستان له خواو د پلاوي مشري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال ښاغلی حشمت الله غفوري پر غاړه وه. ښاغلی غفوري د «اپتا» هوکړه‌لیک پر جزیاتو خبرې وکړې. وروسته پر یاد هوکړه لیک چې په ۲۰۱۰ام کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې وه او ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۱ام زېږدیز کال د فبروري په میاشت کې پای ته ورسیږي هر اړخیزې خبرې اترې پیل شوې.
حشمت الله غفوري، چې د افغانستان د پلاوي مشري پر غاړه لري، په خپلو خبرو کې ددې سند پر اهمیت خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، هغو ستونزو او تجربو ته په کتو چې د «اپتا» (دافغانستان-پاکستان د ترانزیت او سوداګرۍ هوکړه لیک) د هوکړه‌لیک په لړ کې مو د تېرو لسو کالو په ترڅه کې حس کړي دي، د «اپتا» د نوي هوکړه‌لیک محتویات به له هراړخیزو خبرو اترو او له یو بل سره په ګډه تفاهم چمتو کوو ترڅو د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ستونزې هوارې شي.
د اجنډا پر اساس، د «اپتیکا» غونډې تر دوو نورو ورځو هم غځیږي او ټاکل شوې، چې د غونډو په پای کې د دواړو خواوو پلاوي د «اپتا» د راتلونکې سند پر محتویاتو، د «اپتیکا» د نهم پړاو غونډې د جوړولو پر څرنګوالي او پر جانبي هوکړه لیکونو او پروټوکولونو یوې پایلې ته ورسیږي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان له خوا د پلاوي په اډانه کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سربېره، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د مالیې وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د رېل پټلۍ ادارې، د حرکت ادارې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورت وزارت با صلاحیته استازي ګډون لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د خوست جوار سل څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت دکرنې ریاست اړوندو فارمونو کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، ترڅو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د کندهار څلورو ولسوالیو کې لسګونو بڼوالو ته د روزنې ترڅنګ ورته اړین توکي ووېشل شول

۱۱ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د نشه یې توکو او جرمنو پر وړاندې د مبارزې ادارې (یو.ان.او.ډي.سي) په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۲:۴۵
Background image

د کندهار سپین بولدک کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۱ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د سپین بولدک ولسوالۍ د کرنې، مالدارۍ او امنیتي ادارو په ګډو هڅو، د څارویو د قاچاق د. . .

بازگشت