د کرنې وزیر د بلخ له والي سره په لیدنه کې: د بلخ په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت ۶۰۳ پروژې پلي شوي دي

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۴ - ۱۳:۴۵
د کرنې وزیر د بلخ له والي سره په لیدنه کې: د بلخ په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت ۶۰۳ پروژې پلي شوي دي

۴ مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، بلخ ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې، ددې ولایت له والي محمدفرهاد عظیمي سره وکتل او په دې ولایت کې د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ د پراختیا په هکله خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د بلخ والي د کرنیزو پروژو د پلې کېدو په هکله خبرې وکړې او د هغې پاملرنې له امله چې د بلخ ولایت کرنې اومالدارۍ ته شوي دي، د کرنې له وزیر څخه مننه وکړه. ښاغلی عظیمي وویل، د بلخ ولایت دکرنې په برخه کې یولړ کړنې ترسره شوي دي خو اړتیا ده، چې په دې ولایت کې کب روزنې، مالدارۍ، د آمو سیند پر غاړه د اوبولګولو د پروژو پر پلي کېدو او د بڼوالۍ پر پراختیا لاډېرې پاملرنې ووشي ترڅو په دې برخه کې پانګونې ډېرې شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي په دې غونډه کې وویل، چې د روان مالي کال په ترڅ کې د نورو پلي شویو کرنیزو پروژو ترڅنګ د بلخ په ولایت کې، د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۳۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت په ټولیزه توګه ۶۰۳ پروژې پلي شوي دي.
ښاغلی احدي وویل، چې راتلونکی کال د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې د غځېدو ترڅنګ، د بلخ په ولایت کې به یوشمېر نورې پروژې هم پلي او بېلابېلو برخو ته به پاملرنه ووشي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۸:۴۸
Background image

پکتیکا کې د جلغوزیو د لس سلنې محصول د راټولولو بهیر تر څارنې لاندې دی

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د پکتیکا د کرنې ریاست د جلغوزیو د ودې او پراختیا له عمومي مدیر سره یوځای د سروبي، ارګون او. . .

بازگشت