د افغانستان په کچه د چرګانو روزنې د توليدوونکو اوپروسسونکو ټولنې چارواکو سره دکرنې وزير ليدنه؛ دهېواد دچرګانو روزنې دپياوړتيا پر زمينو او وړتياوو خبرې اترې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۱۶:۴۷
دیدار وزیر زراعت با مسوولان اتحادیه‌ی سراسری تولیدکننده‌گان و پروسس‌کننده‌گان مرغداری افغانستان: صحبت درباره ظرفیت‌ها و زمینه‌های تقویت سکتور مرغداری


۲۶ ليندۍ ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي دخپل کار په دفترکې دافغانستان په کچه د چرګانو روزنې دتوليدوونکو او پرسسوونکو ټولنې له چارواکو سره خبرې وکړې.
په دې ليدنه کې دافغانستان په کچه دچرګانو روزنې دتوليدوونکو او پروسسوونکو ټولنې رييس انصارالله بختیانی او دچرګانو روزنې دچارواکو په استازيتوب معروف ظفر دکرنې له وزير سره خبرې وکړې.
ښاغلی بختانی دچرګانو روزنې سکټور د وړتياوو په پار او دچرګانو روزنې دهغو فارمونو په هکله چې ددې ټولنې غړي توب لري د راپور او جزياتتو وړاندې کولو ترڅنګ، دچرګانو روزنې په سکټور کې د شته فرصتونو په هکله مالومات وړاندې کړه او دچرګانو روزنې سکټور دملاتړ او ددې سکټور دځان بسياينې دلړۍ دپياوړتيا په پار دکرنې وزارت دلاهمغږيو او همکاريو غوښتنه وکړه.
په دې ليدنه کې ديادې ټولنې چارواکو وويل، چې ددوی ټولنه دهېواد په کچه دچرګانو روزنې ټولکه ده.د دوی ددې خبرې پراساس، دوی دکرنې له وزير څخه وغوښتل، چې دچرگانو روزنې دملاتړ په پار اړين دی، چې کورني توليدات دامنيتي ځواکونو دلکښتونو په نوم لړ کې شامل شي او ددوی ټولنه دامنيتي بنسټونو په قرارداد کې شامل شي. دوی وويل، چې ددوی ټولنه د ډېر توليد وړتيا لري.
په همدې حال کې دکرنې وزير ډاکټر انوارالحق وويل، چې دچرګانو روزنې سکټور دکرنې وزارت يو له لومړيتوبونو او او له مهمو راتلونکو برنانو څخه دی، ترڅو دا سکټور پياوړې شي او په پای کې ځان بسياينې ته ورسيږي.دکرنې وزير وويل، اړينه خبره ده، چې کورني توليدات پياوړي شي او په دولتي ارګانونو کې له دغو توليداتو څڅه ګټه پورته شي.
ښاغلی احدي وويل، چې دچرگانو روزنه په هېواد کې يوه فعاله برخه ده او دکرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې په دې برخه کې پانګونې ډېر کړي او دغه راز دکورنيو توليداتو دملاتړ په پار له دولتي ارګانونو سره خبرې وکړې ترڅو ددولتي بنسټونو دتوکو په پېرلو په ځانګړې توګه دامنيتي ځواکونو خورا کي توکو کې کورنيو توليداتو ته لومړيتوب ورکړل شي.
ښاغلی احدي دغه رازپه دې غونډه کې دکرنې په وزارت کې اړوندو برخوته سپارښتنه وکړه، ترڅو له امنيتي ارګانونو او دملي تدارکاتو ادارې سره خبرې وکړې او وروسته دافغانستان په کچه دچرګانو روزنې دتوليدوونکو او پروسسوونکو ټولنې او نورو ټولنوچې په دې برخه کې فعاليت کوي دټولو فرصتونه او وړتياوې وارزول شي او ددوی د وړتياوو پراساس دې تدارکاتوته ور وپېژندل شي، ترڅو له کورنيو توليداتو څخه ډېره ګټه پورته شي.
په دې غونډه کې ديادې ټولنې دچارواکو ترڅنګ دبېلابېلو زونونو دچرګانو روزنې استازو هم شتون درلود.
دکرنې وزير وويل، چې دکورنيو توليداتو پياوړتيا او په دې سکټور کې لاډېرې پانګونې او په پايله کې ددې برخې ځان بسياينه ددې وزارت دلومړيتوبونو او برنامو يوه برخه ده.
په دې غونډه کې دبېلابېلو زونونو استازو دکرنې له وزير څخه دمننې ترڅنګ، دلا ډېرو همکاريو غوښتونکي شول

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۱۰
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق                                                            
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سره رود، مومندرې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۶
Background image

د کندهار بولدک کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۹:۲۹
Background image

کندهار کې د دوو مهمو چکډېمونو د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو آمریت د مستقیمې څارنې په ترڅ کې، د کښته شاولیکوټ ولسوالی د. . .

بازگشت