هرات کې پر یوشمېر کب روزونکو د کبانو روزنې اړونده توکي ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۰ - ۱۲:۲۳
توزیع بسته‌های ماهی‌پروری به فارم‌داران ولایت هرات

۲۰ لیندۍ ۱۳۹۹
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ ددې ولایت پر ۲۰ فارم لرونکو د کبانو روزنې اړونده کېټونه چې په کې ۹ اړین توکي شامل دي وېشلي دي.
په دغو کېټونو کې، جالۍ او د فارم احاطې لپاره پایې، د اکسیجن ورکولو لپاره د اوبو پمپ او لمریزه تخته، د تودوخې مالومولو توکي او د اوبو PH، د کب نیولو جالۍ، د کب روزنې ځانګړې جامې، کبانو لپاره د خوړو لوخې، د علوفې د پرې کولو لاسي و برېښنایي ماشین، کولډ باکس او درمل شامل دي، چې د هرات ولایت د انجیل، ګذرې، زنده جان او کرخ په ولسوالیو کې پر ۲۰ فارم لرونکو وېشل شوي دي.
باید وويل شي، چې یاد فارمونه د کرنې وزارت له خوا جوړ شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت