پنجشېر کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د ۶۰ پروژو رغنیزې چارې بشپړې شوې

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۵:۳۹
پنجشېر کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د ۶۰ پروژو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۱۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د پنجشېر ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدرووف یعقوبي وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د ۷۷ پروژو له ډلې د ۶۰ پروژو رغنیزې چارې بشپړ شوي دي.
ښاغلي یعقوبي وویل، چې د پاتې ۱۷ نورو پروژو رغنیزې چارې هم تر۹۰ سلنه بشپړ شوي دي، چې ډېرژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
په دغو پلي شویو پروژو کې د پیازو او کچالو زېرمتونونه او د مېوو سارک صفردرجې سړې خونې شامل دي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې ددې ولایت په په مرکز او اوو ولسوالیو کې په لاره اچول شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۱
Background image

غور کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیلېږي؛ د کرنې وزارت د اراضۍ رییس د چارو پر روڼتیا او دقت ټینګار وکړ

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ، د غور ولایت د څړځایونو د سروې او تثبیت د بهیر د پیل او د اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۸
Background image

میدان وردګو کې د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه پراختیايي او روغتیايي فعالیتونه روان دي

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې د یوې همکارې مؤسسې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د پنجشېر د کرنې ریاست د مالي چارو او د عوایدو د زیاتوالي د لارو چارو ارزونه

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ یوه پلاوي، د مالي او اداري چارو د هر اړخیزې. . .

بازگشت