نیمروز کې دپیازو ۱۵ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۱۵:۱۲
۱۵ ذخیره‌گاه پیاز در نیمروز به بهره‌برداری رسید

۹ لیندۍ ۱۳۹۹
د نیمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په یاد ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې چارې چې څو میاشتې مخکې پیل شوې وې، یو شمیر یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته شپارل شوي دي او د پاتې نورو هغورغنیزې چارې هم په بشپړېدو دي.
د نیمروز ولایت د کرنې ریاست وایي، چې د کروندګرو او بڼوالو د ستونزو د کمښت او حاصلاتو د ساتنې په موخه د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې له لارې ۳۵ پروژې پلي کیږي، چې ۱۵ یې د پیازو زېرمتونونه او ۲۰  نور یې ممیز خونې دي، چې له دې ډلې د پیازو د ۱۵ زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي.
یاد زېرمتونونه هر یوه یې دڅه باندې ۱۲ مټریک ټنه پیازو د ساتنې وړتیا لري. له دغو زېرمتونونو څخه په استفادې سره نیمروز ولایت بزګران کولای شي، چې دکال سلګونه مټریک ټنه پیاز زېرمه او په مناسب وقت کې یې بازار ته وړاندې کړي.
ددغو پروژو ټولیز لګښت ۱۴ میلیونه او ۹۵ زره او ۸۶۰ افغانۍ ده، چې لس سلنه یې برخمن شوي بزګران او ۹۰ سلنه یې دکرنې وزارت ورکوي.
دغه پروژې ددې ولایت د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د بڼوالو او بزګرانو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار پلي شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۱
Background image

غور کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیلېږي؛ د کرنې وزارت د اراضۍ رییس د چارو پر روڼتیا او دقت ټینګار وکړ

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ، د غور ولایت د څړځایونو د سروې او تثبیت د بهیر د پیل او د اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۸
Background image

میدان وردګو کې د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه پراختیايي او روغتیايي فعالیتونه روان دي

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې د یوې همکارې مؤسسې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د پنجشېر د کرنې ریاست د مالي چارو او د عوایدو د زیاتوالي د لارو چارو ارزونه

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ یوه پلاوي، د مالي او اداري چارو د هر اړخیزې. . .

بازگشت