د کرنې وزارت نوماند او سرپرست وزیر د ایران له سفیر سره د کرنې په برخه کې پر ګډو همکاریو خبرې وکړې

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۸ - ۱۴:۵۸
ملاقات سرپرست وزارت زراعت با سفیر ایران درباره همکاری‌های مشترک در بخش زراعت

۸ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نوماند او سرپرست وزیر ډاکټر انوارالحق احدي دخپل کار په دفتر کې د ایران سفیر بهادر امینیان سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو خواوو، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر کرنیزو مسایلو، تخنیکي همکاریو او د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ پر وړتیاوې خبرې اترې وکړې.
په افغانستان کې د ایران سفیر بهادر امینیان وویل، چې دوی د وړتیالوړنې او په تخنیکي برخو کې افغانستان سره همکاریو ته چمتو دي او د دوی په علمي بنسټونو کې دا وړتیاوې شتون لري.
په همدې حال دکرنې وزارت نوماند او سرپرست وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، د مالدارۍ په برخه کې یو شمېر وړاندیزونه وکړه او وویل ایران کولای شي، چې په دغو برخو کې له افغانستان سره همکار ووسي. ښاغلی احدي وویل، یوه تخنیکي کمېټه جوړیږي، ترڅو د کرنیزو، تخنیکي همکاریو او سوداګریزو اړیکو په برخه کې طرحې وړاندې کړي.
دغه راز په دې لیدنه کې د افغانستان کرنیزو محصولاتو لپاره د ایران بازار او په افغانستان کې د ایران د کرنیزو محصولاتو پر بازار هم خبرې وشوې. د بېلګې په توګه، ایران ته د هېواد د کرنیزو محصولاتو په ځانګړې توګه د فراه، هرات او نیمروز ولایتونو د کرنیزو محصولاتو صادرات او د اړتیا پر وخت له ایران څخه افغانستان ته د کرنیزو محصولاتو پر صادرات هم خبرې اترې وشوې.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت