هلمند کې د زعفرانو حاصلاتو ټولولو لړۍ پیل شوې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۹:۱۹
هلمند کې د زعفرانو حاصلاتو ټولولو لړۍ پیل شوې

۳ لیندۍ ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي د دودولو په پار بزګرانو ته د زعفرانو ۱۲ننداریزې قطعې جوړې کړې وې، چې اوس یې د ګل ټولولو وخت دی. د هلمند دکرنې رییس زلمي الکو وایي، چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله بریالی وه او هیله یې وښودله چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله پراخه شي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دې ولایت کې د زعفرانو دودولو په پار ۱۲ ننداریزې قطعې جوړې شوې وې. د ښاغلي الکو په خبره ددغو ۱۲ ننداریزو قطعو د جوړولو په پار پر ۱۲ بزګرانو د زعفرانو پیاز او نور اړین توکي وېشل شوي او ترڅنګ یې یادو بزګرانو ته د قلبې او د ځمکې د هوارولو لګښتونه هم ورکړل شوي وې.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وویل، چې ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي. هغه وویل، چې د هلمند ولایت اقلیم د زعفرانو کرکېلي لپاره مناسبه اقلیم ده او هیله یې وښودله چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله پراخه شي.
باید وویل شي، چې تېرکال هم په دې ولایت کې د زعفرانو ۱۵ ننداریزې قطعې جوړ شوي و، چې د قناعت وړ حاصل ترې تر لاسه شوه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت