هلمند کې ۴۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۱۶:۴۷
هلمند کې ۴۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه


۲۸ لړم ۱۳۹۹
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» په مالي او د «HRDA» په تخنیکي مرسته ددې ولایت ۴۰۰ اوسیدونکو ته د شپږو میاشتو لپاره د انارباغ د نیالګیو روزلو او بولان طبیعي ځنګل کې د خوړو په بدل کې د کار زمینه برابره کړه.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې ددې پروسې له لارې د انارباغ په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې زرګونه مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي روزل کیږي، قوریه به په اساسي او بنسټیز ډول ورغول شي او دغه راز د بولان طبیعي ځنګل ټولې هغه سیمې، چې د اورلګېدنې او نورو طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله وچ او یا له منځه تللي دي له سره ورغول شي.
دغو ۴۰۰ کارګرانو ته به د کار په بدل کې هر کس ته به یې د میاشتې، ۹۸کیلوګرامه اوړه، ۹.۱۰ کیلو ګرامه غوړي، ۱۲کیلو ګرامه دال او یو کیلو مالګه ورکول کیږي.
ددې ترڅنګ به په دې پروګرام کې ۴۰ ښځو ته د مرخیړیو روزلو په برخه کې د کار زمینه هم برابریږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت