د کرنې او مالدارۍ خونې چارواکو د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال سره وکتل

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۱۴:۲۴
د کرنې او مالدارۍ خونې چارواکو د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال سره وکتل

٢٨ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، د کرنې او مالدارۍ خونې له چارواکو سره ددې خونې د ستونزو او ننګونو پر هوارولو خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې، دکرنې او مالدارۍ خونې چارواکو د کرنې وزارت سره د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه او وویل، چې یاده خونه به د کرنې وزارت سره یوځای، دکرنې اومالدارۍ صنعت د پیاوړتیا په پار کار کوي. دوی د کرنې له وزارته وغوښت، د کرنې او مالدارۍ خونې سره، چې نوی جوړه شوې ده د وړتیالوړولو په برخه کې همکاري وکړي او غوښتنه یې وکړه، چې د کرنې وزارت د ځینو پروژو په پلي کېدو کې دې، دوی سره همغږي ووشي.
په دې غونډه کې دغه راز د چرګانو روزنې صنعت یوشمېر ستونزې هم د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال سره شریک شو او ترڅنګ یې یادو چارواکو غوښتنه وکړه، چې د چرګانو واردات دې په یو چوکاټ کې برابر شي او د ژوندیو چرګانو واردات دې بند شي.
په ورته وخت کې په دې غونډه کې، د هندواڼو بزګرانو او د پلورونکو ټولنې هم خپلې ستونزې د کرنې وزارت له مرستیال حشمت الله غفوري سره شریکې کړې. دوی وویل، چې سږکال دوی و نه شو کړای چې د خپلو محصولاتو د پلور قراردادونه ترلاسه کړي او دکرنې له وزارت څخه د دوی غوښتنه دا وه، چې یاده ستونزه دې هواره شي.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرسیتال حشمت الله غفوري، د کرنې او مالدارۍ خونې چارواکو ته وویل «ترکومه ځایه چې ‏قانون اجازه راکوي او د یادې خونې اساسنامې ته په کتو کرنې وزارت کولای شي، چې د کرنې او مالدارۍ له ‏خونې سره يوځای کار وکړي.» د ښاغلي غفوري له خوا  په دې اړه یوه کاري ټیم ته چې د خونې استازی هم په کې ګډون ولري دنده ‏ورکړل شوه ترڅو هغه کاري سیمې مشخصې کړي په کومو کې، چې د کرنې وزارت او د کرنې او مالدارۍ ‏خونه ورباندې يوځای کار کولای شي.
حشمت الله غفوري د افغانستان د هندواڼو بزګرانو او پلورونکو ټولنې دستونزې په اړه ډاډ ورکړ چې، کرنې ‏وزارت به د تدارکاتو ملي ادارې سره په غونډه کې یاده ستونزه هواره او د کرنیزو محصولاتو د ټولنو ستونزې به په ملي بڼه مطرح کړي ترڅو دولت د جوړ شویو ټولنو له لارې د بزګرانو محصولات وپېري.‏
دغه راز په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې راتلونکو درېوو اوونیو کې دې دکرنې وزارت او د یادې خونې په همکارۍ یو ورکشاپ په لاره واچول شي او ټول هغه شرکتونه او سوداګر چې د کرنې او ‏مالدارۍ په تولید کې فعالیت لري بلنه ورکړل شي او دوی سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې ووشي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د غزني کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دایره شوه

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
 د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مقر کې د کرنې او کلیو پراختیا سکټوري غونډه د اړوندو ادارو مسؤلینو، د همکارو مؤسسو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۳۹
Background image

دمیدان وردګو ولایت د کرنې ریاست کې د کمپوسټ سرې جوړولو چارې پیل شوې

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
دمیدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالداری ریاست اړوند دکرنیزو چارو آمریت دتعمیر شاوخوا د پاک کاری چارې پیل او تر څنګ یې دیاد آمریت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۳۶
Background image

د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د هډې فارم د اوبو دویم واټرپمپ د کاسې پاکونه او ترمیمي چارې د بشپړېدو په درشل کې

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د هډې فارم د اوبو دویم واټرپمپ د هغې مهمې او ارزښتناکې پروژې له ډلې څخه دی، چې د اوبو او لمریزې برېښنا په وسیله. . .

بازگشت