د خاورې کارونې د څرنګوالي په پار روزنیز پروګرام په لاره واچول شوه

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۷ - ۱۰:۴
د خاورې کارونې د څرنګوالي په پار روزنیز پروګرام په لاره واچول شوه

۲۶ لړم ۱۳۹۹
د کرنې وزارت د خاورې پېژندنې او څېړنو ریاست، د کرنې او کلیوالي بازارونو پراختیا لپاره د اروپایي ټولنې د پروژې په همکارۍ، د کرنې په وزارت کې د «د تلپاتې کرنې په پار د خاورې روغتیا» تر نوم لاندې روزنیز پروګرام په لاره واچول.
دغه روزنیز پروګرام کرنیزو خاورو سره د بزګرانو د بلدتیا او له کیمیاوي سرو پرته  دحاصلاتو زیاتوالی او کیفیت ښه کولو په موخه په لاره اچول شوې وه.
د کرنې وزارت د خاورې پېژندنې او څېړنو د برخې رییس حمید احمدزی وایي: «زموږ موخه داده، چې زموږ دهېواد بزګران پرته له دې چې له کیمیاوي سرو ګټه پورته کړي، د ځمکې پر حاصل کار وکړي، له کیمیاوي سرو پرته په طبیعي ډول خاوره کولا شي، چې د دوی د محصولاتو تولید او کیفیت کې ښه بدلون رامنځته کړي، خو په هغه صورت کې، چې په تخصصي ډول هغه کرنیز عملیات چې موږ یې ورته وایي تر سره یې کړي. موږ د خپلو څېړنیو پایلې د وزارت د ترویج له کارکوونکو سره شریکوو تر څو په ټولو ولایتونو کې یې له بزګرانو سره شریک کړي.»
دغه روزنیز پروګرام د یوې ورځې لپاره د کرنې په وزارت کې په لاره اچول شوې وه، چې په کې د کابل پوهنتون یوشمېر استادانو، د کرنې وزارت او د کرنیزو پروژو د ترویج کارکوونکي ګډون درلود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځنګلونو او د نورستان ملي پارک د ساتنې چارو د ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوي کونړ او نورستان ولایتونو ته سفر وکړ

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یوه پلاوي، چې د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر، د مالي او حسابي رییس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۳۵
Background image

دمیدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالی کې دغنموننداریزه کرونده جوړه شوه

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
 دمیدان وردګو ولایت دجغتو ولسوالی اړوند دګنډه کول په حوزه کې دیادې ولسوالی دکرنیزو خدمتونو عمومي مدیریت دمسؤلو کسانو لخوا د غنمو ننداریزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۲۰
Background image

د روزګان په دهراود ولسوالی کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ان‌ارسي‌سي» مؤسيسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوالۍ ادارې «اف‌اې‌او» په مالي همکارۍ،. . .

بازگشت