بلخ کې د پنبې کروندګرو او خصوصي سکټور تر منځ ۱۵۰ قراردادونه لاسلیک شول

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۱۵:۵۴
بلخ کې د پنبې کروندګرو او خصوصي سکټور تر منځ ۱۵۰ قراردادونه لاسلیک شول


۲۶ تله ۱۳۹۹
د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې « SNaPP2» په همکارۍ او هلې ځلې د بلخ ولایت د پنبې کروندګرو او په دې ولایت کې د خصوصي سکټور ترمنځ ۱۵۰ کرنیز قراردادونه لاسلیک شول.
د یادو قراردادونو پر بنسټ د بلخ ولایت د شولګرې، نهرشاهي، دهدادي، بلخ او دولت اباد ولسوالۍ ۱۵۰ هغه کروندګر چې د پنبې کرکېله کوي۹۰ زره او ۶۱۹ کیلوګرامه پنبه دانې د څلورمیلونه او ۵۳۰ زره او ۹۵۰ افغانیو په ارزښت د « جن‌وپرس برادران صمدي» پر صنعتي شرکت پلوري.
دغه راز خصوصي سکټور ژمنه کړې ده، چې په دې قرادادونو کې شامل ټولو بزګرانو ته به د پنبې د ناروغیو او افتونو په هکله روزنې او تخنیکي سلا مشورې ورکوي، د دوی له کروندو څخه د پروسس تر مرکزه دوی  ته ترانسپورتي چوپړونه هم وړاندې کوي.
د دغو قراردادونو د لاسلیک موخه لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو ته تالپاتې بازارموندنه، کارموندنه او د کلیوالو بزګرانو د عوایدو زیاتول دي.
د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې له خوا تر دې وړاندې پر یادو بزګرانو د پنبې اصلاح شوي تخمونه وېشل شوې وه او دوی ته د پنبې د کرکېلي او حاصل ټولولو په برخه کې فني سلا مشورې هم ورکړل شوې وه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت