غزني کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو چارې په بشپړېدودي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۹:۲۷
غزني کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو چارې په بشپړېدودي


۲۵ تله ۱۳۹۹
د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې په غزني کې د څه باندې ۸۵ میلونه افغانیو په لګښت د ۱۲۹ پروژو چارې نږدې څلور میاشتې وړاندې پیل کړي دي، چې په نږدې راتلونکې کې به یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
په دغو پروژو کې ۴۵ ممیزخونې، د کچالو ۵۹ زېرمتونونه، د پیازو ۱۸ زېرمتونونه او د مڼو پنځه صفر انرژۍ سړې خونې جوړول او د سبو او مېوو دوه وچوونکي لمریز دستګاوېشامل دي. ددغو پروژو لس سلنه لګښت برخمن شوي بڼوال او بزګران ورکوي.
دغه پروژې د غزني د مرکز په ګډون ددې ولایت په ګیلان، ده‌یک، واغز، خواجه عمري، جغتو، جاغوري، مالستان، ناور او اجرستان ولسوالیو کې پلي کیږي.
د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د هېواد په کچه زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زېرمتونونه او د مېوو صفر انرژۍ سړې خونې جوړ کړي دي، چې موخه یې د کروندګرو او بڼوالو د حاصلات خوندیتوب او مدیریت دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په. . .

بازگشت