بلخ کې د کرنې وزارت په همکارۍ د مړزانو روزنې د یوې فارم چارې پراخې شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۲ - ۱۷:۱
یک فارم بودنه‌پروری در بلخ به همکاری وزارت زراعت توسعه یافت

د بلخ په ولایت کې د هګیو او غوښینو مړزانو د روزنې یو فارم د ګډې پانګونې له لارې تجهیز شو.
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې «SNaPP-2»په همکارۍ د هګیو او غوښینو مړزانو د روزنې یو فارم د خصوصي سکټور په ۳۰ سلنه او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ۷۰ سلنه پانګونې سره تجهیزاو ګټې اخیستنې ته وسپارل.
یاد فارم تر دې وړاندې د زرو مړزانو د روزنې وړتیا درلود، خو په نوي پانګونې او د کرنې وزارت په مرستې سره ددې فارم د تولید وړتیا پنځه زره مړزانو ته لوړه شوې ده.
ددې فارم د سمبالولو لګښت ۶۹۸ زره او ۵۷۱ افغانۍ ده، چې په کې د پنځه زرو په وړتیا د مړزانو بچیو د تولید ماشین، د دانې ژرنده، بشپړ توکي او لمریز برېښنا سیسټم شامل دي. دغه لګښت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې له خوا او د فارم ودانۍ او د مړزانو د ساتنې قفسونه د مالدارۍ په برخه کې د یوه پانګوال په خصوصي پانګونې سره د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ د ازادی ښارګوټي په دویمه برخه کې جوړه شوې ده.
د سوداګریز پلان پر بنست، یاد فارم په یوه کال کې د مړزانو د ۳۶ زره هګیو، اته زره غوښینو مړزانو او ۱۵ زره ژوندي مړزانو د تولید وړتیا لري. په دې ترتیب سره، په یوه کال کې په منځنۍ کچه ددې فارم د پلور ټولیزه کچه دوه میلیونه او ۷۲۰ زره افغانۍ کیږي.
د مړزانو روزنې د دې فارم د تجهیز او جوړولو موخه، د کرنې په برخه کې د خصوصي سکټور د پانګونې جذب، د مالدارۍ د متشبثانو ترمنځ کار زیاتول او د کلیوالو مالدارانو د عوایدو زیاتول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۱۱
Background image

د وچکالۍ پر وړاندې د اسلامي امارت عملي ګامونه؛ روزګان کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم چارې پیل شوې

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځانګړې بودیجې په لګښت د روزګان ولایت د ترینکوټ اړوند د ناقیل په سیمه کې د اوبو د مهار او د وچکالۍ د. . .

بازگشت