ننګرهار کې د لیمو ۱۵ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي

naim.rezai
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۵:۱۴
ننګرهار کې د لیمو ۱۵ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي
۱۵ تله ۱۳۹۹
د هېواد په ختیځ زون کې «ننګرهار، کونړ او لغمان» هغه ولایتونه دي، چې هوا او ځمکه یې د سټروسو نیالګیو ته جوړه او مناسبه ده. خو د دغو ولایتونو له ډلې بیا په ننګرهار ولایت کې د سټروسو «مالټې، نارنج او لیمو» بڼونه ډېر دي.
د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د سټروسو بڼونه شته او خلک په خپلو کورونو او کروندو کې د سټروسو ونې اېښي دي او يا د سټروسو بڼونه یې جوړ کړي دي، خو د ننګرهار د سټروسو ډېری بڼونه ددې ولایت په خېوې، کامې، ګوشتې، سره رود، بهسود، بټي کوټ، غني خېلو، خوګیاڼي، رودات، مومندرې او دره نور ولسوالیو او د جلال اباد په ښارکې شتون لري.
په هېواد کې د سټروسو او نورو مېوه لرونکو بڼونو د پراختیا د هلوځلو په دوام داځل د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت دودې سکټورې پروژې« HVCDSP» له خوا په ننګرهار کې د لیمو ۱۵ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټورې پروژې چارواکي وایي، چې په دغو بڼونو کې د لیمو دوه زره او ۱۰۰ نیالګي اېښودل شوي دي. د دوی په خبره ددغو بڼونو د جوړولو ټولیز لګښت ۱.۳ میلیونه افغانۍ ده، چې د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویل شوې ده. له دغو بڼونو په نانېغه توګه ۳۵۰ تنه ګټه پورته کوي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټورې پروژې چارواکي وایي « HVCDSP» په پام کې لري، چې د هېواد په څلورو ولایتونو «ننګرهار، لغمان، کونړ او خوست» کې د سټروسو یوشمېر بڼونه جوړ کړي.
د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې د هېواد په کچه کې بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت